وفاقي كابينې وزيراعظم ته په خېبرپښتونخوا كښې د آئين آرټيكل  232 او 234 له مخې د ايمرجنسي  نفاذ تجويز ورکړو، پي اېم هاٶس څخه اېډوائس ايوان صدر ته واستولے شو

اسلام آباد 11 اکتوبر (اےپي پي ) وفاقي کابينې  وزيراعظم محمد شهباز شريف ته په خېبر پښتونخوا كښې  د آئين آرټيكل  232 او 234 له مخې د ايمرجنسي  نفاذ تجويز ورکړو، د وزيراعظم هاٶس څخه اېډوائس ايوان صدر ته استولے شوے۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي  كابينې غونډه وشوه چې …

اسلام آباد 11 اکتوبر (اےپي پي ) وفاقي کابينې  وزيراعظم محمد شهباز شريف ته په خېبر پښتونخوا كښې  د آئين آرټيكل  232 او 234 له مخې د ايمرجنسي  نفاذ تجويز ورکړو، د وزيراعظم هاٶس څخه اېډوائس ايوان صدر ته استولے شوے۔ د اتوار په ورځ د وزيراعظم هاٶس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې د وزيرِاعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې د وفاقي  كابينې غونډه وشوه چې پكښې په خېبر پښتونخوا كښې د امن و امان او ترهګرۍ په صورتحال بريفنګ وركړة شو۔ دغسي كابينې په خېبرپښتونخوا كښې د امن و امان خرابېدونكي صورتحال و د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د صوبائي حكومت د دانسته لاتعلقۍ  له مخې د حالاتو تفصيلي جاج واغست۔  کابينې وزيراعظم ته تجويز وركړو چې صدر مملکت له مشوره وركړۍ چې د ھغه د حالات د سنګينۍ له مخې خپل آئيني اختيار استعمالولو سره په صوبه كښې د آئين آرټيکل 232 او 234 له مخې ايمرجنسي نفاذ کړئ، په دې لړ كښې وزيراعظم هاؤس څخه ايډوائس ايوان صدر ته استولے شوے دے

مزید خبریں