اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په شاه خالدانټرنيشنل هوائي اده د حوثي مليشياء د ترهګرۍ بريد په سختو غندلو سره سويلين هوائي مېدان په نخښه كول د ترهګرۍ ناوړه فعل ، د نړيوال قانون سخته خلاف ورزي او د نړيوال امن او سلامتيا لپاره سنګين خطر ګرځولے دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې پاکستان د بريد په نتيجه كښې …
پاکستان په شاه خالدانټرنيشنل ايئرپورټ د حوثي مليشياء د ترهګرۍ بريد په سختو وغندلو
اسلام آباد 11 اکتوبر (اے پي پي) پاکستان په شاه خالدانټرنيشنل هوائي اده د حوثي مليشياء د ترهګرۍ بريد په سختو غندلو سره سويلين هوائي مېدان په نخښه كول د ترهګرۍ ناوړه فعل ، د نړيوال قانون سخته خلاف ورزي او د نړيوال امن او سلامتيا لپاره سنګين خطر ګرځولے دے۔ د اتوار په ورځ د خارجه دفتر لخوا د جاري بيان له مخې پاکستان د بريد په نتيجه كښې په مرګ ژوبله د انيښني څرګندونه كړې ده۔ بيان كښې وئيلي شوې دي چې زمونږ همدردۍ ځپلېو او د دوي كورنيو سره دي او د حق رسېدليو كورنيو سره عمرازي كوٶ او د ژوبل شويو زر روعتيا لپاره لاس په دعا يو، د حوثي مليشياء لخوا په سول آبادۍ او اهم ډھانچه مسلسل په نښه كول د نه قبلېدو وړ اقدام دے او نړيوالې ورورولۍ له د دې په غېر مبهم څېر غندنه پكار ده ۔ بيان كښې ووئيل شول چې جارحيت په هېڅ صورتحال جائز نشي ګرځولے كېدې بايد په سمدستي توګه بند كړې شي، پاکستان د ترهګرۍ د دې مسلسل بريدونو په تناظر كښې د سعودي عرب قيادت او اولس سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه كوي، مشترکه دفاع لپاره مکه مکرمه تړون او د دې ستراتېژك، سياسي او د دفاعي کميټۍ د اوسنيو پرېكړو له مخې پاکستان د سعودي عرب د خپلواكۍ، سيمه ايز سالميت، سلامتيا او استحکام لپاره د خپل پوخ او غېر متزلزل عزم پخلې كوي۔ په بيان كښې ووئيل شول چې پاکستان سعودي عرب ته د خپلو سيمو دفاع٬ د خپل اولس تحفظ او خپلې ښاريې او د اهمو بنيادي ډهانچو د ټولو خطرو او جارحانه كارروائيو څخه خوندي ساتلو د جائز حق بشپړه ملاتړ كوي، حوثي مليشياء څخه غوښتنه كوٶ چې ھغوي دې د ترهګرۍ بريدونه په سمدستي توګه بند كړي او په نړيوالې ورورولۍ ئې زور راوړو چې ھغوي د داسې اقداماتو په ضد په سپېنو ټكو او غېر مبهم موقف اختګيار كړې كوم چې د بې ګناه انسانانو ژوند په خطر كښې اچولو او سيمه ايز استحکام ته زيان رسوي، پاکستان به سعودي عرب سره اوږه په اوږه ولاړ وي او د سعودي خپلواكۍ٬ سلامتيا او دفاع لپاره پخپل عزم ثابت قدم ولاړ وي۔









