اسلام آباد۔9اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شمالي وزيرستان كښې د فتنۃ الخوارج خلاف په کامياب استخباراتي بنياد آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ د جمعې په ورح د داخله وزارت نه جاري بيان تر مخه وفاقي وزير په وخت کارروائي كښې د 7 خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو د غير متزلزل عزم او اعليٰ وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ محسن نقوي ووئېل …
د كورنيو چارو وفاقي وزير شمالي وزيرستان كښې د فتنۃ الخوارج خلاف په کامياب آپريشن د امنيتي ځواكونو ستائنه وكړه
اسلام آباد۔9اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي شمالي وزيرستان كښې د فتنۃ الخوارج خلاف په کامياب استخباراتي بنياد آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ د جمعې په ورح د داخله وزارت نه جاري بيان تر مخه وفاقي وزير په وخت کارروائي كښې د 7 خوارجو په وژلو د امنيتي ځواكونو د غير متزلزل عزم او اعليٰ وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ محسن نقوي ووئېل ټول قام د ترهه ګرۍ مکمل خاتمې لپاره د خپلو نرانو امنيتي ځواكونو سره اوږه په اوږه ولاړ دے ۔ ده دښمن عناصر ته خبردارے وركولو سره واضحه كړه چې خوارجو ته به د هېواد په كوم هم ملک ګوټ كښې د پتېدو ځائے تر لاسه نشي ۔وفاقي وزير ووئېل د ’’عزمِ استحکام‘‘وژن لانجې د ترهه ګرۍ خلاف د كوم امتياز نه غېر کارروائۍ د پورا قوت سره روانې دي او تر مكمل امن راتللو به د كوم ځنډ نه غېر کارروائۍ روانې وي










