حکومت  د ټولنې مستحقو طبقو ته په هدفي بنيادونو  د ريليف وركولو عزم لري۔ اسحاق ډار

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار اړوند چارواكو ته بېن الصوبائي او بېن الوزارتي رابطې موثره كولو، په فيول سبسډي سکيم عملدرآمد په ښه ډول باوري كولو، د وسائلو موثر وېش او اولسي خبرتيا لپاره  د يو  جامع كمپائن چلولو امر سره ووئيل  حکومت د وزيراعظم سپارښتنې له مخې د ټولنې مستحق طبقو ته په ټارګټډ بنيادونو  په ايندھن  د …

اسلام آباد 09 اکتوبر (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار اړوند چارواكو ته بېن الصوبائي او بېن الوزارتي رابطې موثره كولو، په فيول سبسډي سکيم عملدرآمد په ښه ډول باوري كولو، د وسائلو موثر وېش او اولسي خبرتيا لپاره  د يو  جامع كمپائن چلولو امر سره ووئيل  حکومت د وزيراعظم سپارښتنې له مخې د ټولنې مستحق طبقو ته په ټارګټډ بنيادونو  په ايندھن  د ريليف وركولو عزم لري۔ د جمعې په ورځ د خارجه وزارت وياند لخوا د جاري بيان له مخې د سينيټر محمد اسحاق ډار په مشرۍ كښې د فيول سبسډي سکيم په اړه د قامي سټيئرنګ کميټۍ او د فيول سبسډي سکيم په اړه د ميډيا مينجمنټ کميټۍ مشتركه غونډه وشوه ۔ په غونډه كښې په ټارګټډ فيول سبسډي سکيم د عملدرآمد صورتحال، د مستحقينو په ګوته كوول تګلاره او په دې  د عملدرامد د لارو چارو جاج واخستلے شو٬ د دې نه علاوه د اولس د سكيم په اړه په لويه كچه خبرتيا او موثره رسنې باوري كولو لپاره د ميډيا په کميونيکيشن پلان هم غور شو۔ نائب وزيراعظم و وزير خارجه ووئيل حکومت د وزيراعظم سپارښتنې له مخې د ټولنې مستحقو طبقو ته په ټارګټډ بنيادونو  په ايندھن د ريليف وركولو عزم لري دغسې چې عام وګړي زيات ريليف ترلاسه كړي۔ ده اړوند چارواكو ته امر وكړو چې بېن الصوبائي او بېن الوزارتي رابطې موثره كړې، په فيول سبسډي سکيم عملدرآمد په ښه ډول باوري كړئ او  د وسائلو موثر وېش او اولسي خبرتيا لپاره كمپائن وچلوئ۔ نائب وزيراعظم  د صوبائي حکومتونو، آزاد جمو و کشمير او د ګلګت بلتستان لخوا د مرستې او وړاندېزونو ستائنه وكړه ۔ په غٶنده كښې د موسمياتي بدلون٬ پټروليم او انفارمېشن ټېكنالوجۍ وفاقي وزيرانو د خزانې وزير مملكت٬ د وزيراعظم خاص صلاحكار او د د صوبائي حکومتونو، آزاد جمو و کشمير، ګلګت بلتستان او اړوند وزارتونو لوړ پورو ګډون كولو۔