پېښور 09 اکتوبر (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي وئېلي دي د صوبې موجودہ ناوړه صورتحال تر مخه وزیراعلیٰ له په اخلاقي توګه پخپله استعفیٰ وركول پكار ده ، څوك چې د خپلو اسمبلۍ غړو او د وزيرانو تحفظ نشي كولې، هغه به د صوبې د اولس او وسائل تحفظ څه رنګه وكړي ۔ ګورنر هاؤس پیښور كښې میډیا سره خبرو كښې فیصل کریم کنډي ووئېل …
د صوبې موجودہ ناوړه صورتحال تر مخه وزیراعلیٰ له په اخلاقي توګه استعفیٰ وركول پكار ده ،ګورنر فیصل کریم کنډي
پېښور 09 اکتوبر (اے پی پی) د خیبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډي وئېلي دي د صوبې موجودہ ناوړه صورتحال تر مخه وزیراعلیٰ له په اخلاقي توګه پخپله استعفیٰ وركول پكار ده ، څوك چې د خپلو اسمبلۍ غړو او د وزيرانو تحفظ نشي كولې، هغه به د صوبې د اولس او وسائل تحفظ څه رنګه وكړي ۔ ګورنر هاؤس پیښور كښې میډیا سره خبرو كښې فیصل کریم کنډي ووئېل وزیراعلیٰ وائي چې زما سره اختیارات نشته، كه داسې وي نو هغه په حکومت كښې ولې ناست دے، آيا يوازې د پیسې ګټلو او کرپشن لپاره په حکومت كښې دے؟ صوبه كښې ډاکټرز، نرسز، استاذان او د مختلف محکمو ملازمین په هړتال دي، خو حکومت پخپلو معاملاتو كښې بوخت دے۔ ده ووئېل د پي ټي آئي لارښود وائي كه مونږ نه هم وو كاركنان به لاړ شي، زه وائيم که جرات لري نو لارښود دې وړومبے پخپله رامخكښې شي، ماته معلومه ده چې د دوي څنګه مقابله كول دي او د ګورنر هاؤس حفاظت څنګه كول دي ۔ كه د 9 مئي غوندې اقدامات بيا هڅه وكړې شوه نو د دغې نتيجو سره به مخ كېږي۔ ۔فیصل کریم کنډي ووئېل وزیراعلیٰ له دا خبره كول غواړي چې د هغه د قامي و صوبائي اسمبل غړي څوك وړي ۔ كه هغه د خپلو غړو او وزيرانو تحفظ نشي كولې نو د صوبې اولس، حقونو او د وسائلو تحفظ به څنګه وكړي ؟ ده ووئېل د آئین آرټیکل 149 او 131 پشمول اړوند آئیني دفعات لوستل پكار دي ۔ كه وفاقي حکومت یا صدر دا ګڼي چې د صوبې حالات دومره خراب شوي دي چې ایمرجنسي یا ګورنر راج نافذ كولې شي نو په دې اړه پرېكړه به هغوي كوي او صوبه كښې به په دې عمل درآمد کولې شي ۔ ده د پي ټي آئي په لانګ مارچ تنقید كولو سره ووئېل هغه د لانګ مارچ په ځائے سرکس جوړ كړے شوے ۔ د يو ښار نه بل او د يو چوک نه تر بل چوك په دې مارچ كښې د ګدون كوونكو شمېره هم ډېره لږه ښكاري چې د مارچ مخه صوابۍ ته كېږي نو قیادت يې کوم بل ښار ته ځي يا د تللو سوچ كوي٬ كه همت لرې نو صوابۍ ته راتلل اوښائۍ










