کوټه۔ 09 اکتوبر (اے پي پي) د بلوجستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي کابينې مهمه غونډه كښې د صوبې اولسي ګټې ، معاشي پرمختګ، تعليم، روغتيا، صنعت، سيلګرۍ، د مېرمنو تحفظ، انتظامي اصلاحات او د وګړو آسانيو له د ګڼو مهمو پرېكړو منظوري وركړې شوه ۔ کابينې د معدني وسائلو څخه تر لاسه كېدونكو مالي ګټو مؤثر استعمال، د غير رسمي تعليم ودې، سرکاري سکولونو كښې …
د بلوجستان وزير اعليٰ په مشرۍ كښې د کابينې غونډه ، معاشي پرمختګ، تعليم، روغتيا، صنعت، سېلګرۍ، د مېرمنو تحفظ، انتظامي اصلاحات او د وګړو آسانيو په اړه د ګنو مهمو پرېكړو منظوري
کوټه۔ 09 اکتوبر (اے پي پي) د بلوجستان وزيراعليٰ مير سرفراز بګټي په مشرۍ كښې د صوبائي کابينې مهمه غونډه كښې د صوبې اولسي ګټې ، معاشي پرمختګ، تعليم، روغتيا، صنعت، سيلګرۍ، د مېرمنو تحفظ، انتظامي اصلاحات او د وګړو آسانيو له د ګڼو مهمو پرېكړو منظوري وركړې شوه ۔ کابينې د معدني وسائلو څخه تر لاسه كېدونكو مالي ګټو مؤثر استعمال، د غير رسمي تعليم ودې، سرکاري سکولونو كښې د دويم تدريسي شفټ، د بندو صنعتونو په بحالۍ ، د سرکاري خريداري په نظام كښې سپېځلتيا ، کاروبار كښې آسانۍ ، ټيلي ميډيسن، د مېرمنو تحفظ او اولس ته د سرکاري خدمات وركړه آسانولو پشمول بېلو څانګو كښې د اصلاحات منظوري وركړه ۔ د بلوچستان وزيراعليٰ خاص مرستيال د اطلاعات و سياسي چارو شاهد رند د کابينه غونډې د پرېكړو په اړه ميډيا ته بريفنګ كښې ووئېل غونډه كښې د منظور كړو ګامونو څخه به صوبه كښې معاشي هلو ځلو ته وده ٬ د انتظامي نظام ښه والي او د اولسي ضروريات تر مخه د پاليسۍ سازۍ پلو مهم پيش رفت دے۔










