په شمالي وزيرستان كښې د امنيتي ځواكونو کارروائۍ، 5 ترهګر مړه٬ دوه ټپيان

  پېنډۍ 06 اکتوبر (اے پي پي) په خېبرپښتونخوا كښې امنيتي ځواكونو د وژن "عزمِ استحکام" له مخې د فتنه الخوارجو په ضد انټيلي جنس بيسډ آپريشن كولو سره 5 ترهګر وژلي او دوه نور ټپيان شوي دي۔ د سکيورټي ذريعو له مخې فورسز د شمالي وزيرستان په خوا اوشا كښې د خوارجو په پټنځايونو او تګ راتګ كره نظر ساتلے ٶ٬ په انټيلي جنس بېسډ معلومات فورسز د هغوي …

 

پېنډۍ 06 اکتوبر (اے پي پي) په خېبرپښتونخوا كښې امنيتي ځواكونو د وژن “عزمِ استحکام” له مخې د فتنه الخوارجو په ضد انټيلي جنس بيسډ آپريشن كولو سره 5 ترهګر وژلي او دوه نور ټپيان شوي دي۔ د سکيورټي ذريعو له مخې فورسز د شمالي وزيرستان په خوا اوشا كښې د خوارجو په پټنځايونو او تګ راتګ كره نظر ساتلے ٶ٬ په انټيلي جنس بېسډ معلومات فورسز د هغوي په ژالو پرېكنده او موثره بريد وكړو٬ د كارروائۍ په مهال د ډزو په تبادله كښې 5 ترهګر مړه او دوه په ژوبل حالت كښې ونيول شول۔ د ذريعو له مخې فورسز د ترهګرو د موجودګۍ په حواله خاص سيمه محاصره كولو سره کليئرنس آپريشن بشپړ كړو ۔ امنيتي ذريعو د دې عزم پخلے كړے چې سيکيورټي فورسز د قامي وژن “عزمِ استحکام” له مخئ هېواد څخه د ترهګرۍ بشپړه خاتمې او په منطقه كښې تل پاتي امن لپاره بشپړ عزم لري او شرخوښو ته به د امن تباه كولو اجازه ورنه كړې شي