اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئيلي دي د اوپن اكانومي استحکام د معيشت بنيادي ضرورت دے، د حکومت لخوا مالي او بهرنۍ څانګه كښې د استحكام په نتيجه كښې د ځائي او غېر ملکي سرمايه کارو باور بحال شوے،، تل پاتې اقتصادي پرمختګ لپاره د ځائي او بهرنو سرمايه كارو امتزاج ضروري دے، حکومت د عارضي تندۍ په ځائے د …
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير سينيټر محمد اورنګزېب وئيلي دي د اوپن اكانومي استحکام د معيشت بنيادي ضرورت دے، د حکومت لخوا مالي او بهرنۍ څانګه كښې د استحكام په نتيجه كښې د ځائي او غېر ملکي سرمايه کارو باور بحال شوے،، تل پاتې اقتصادي پرمختګ لپاره د ځائي او بهرنو سرمايه كارو امتزاج ضروري دے، حکومت د عارضي تندۍ په ځائے د ذمه واره او تل پاتې معاشي نمو باوري كولو په لاره روان دے، دغسې چې هېواد د هر ډول پخپله د پېدا كړي معاشي زيان څخه وساتلے شي ځكه چې معاشي هلو ځلو كښې امروزه خنډانو څخه معيشت ته زيان رسي۔ د نهې په ورځ د ملګرو ملتونو ادارې يواېن ډي پي تر سېوري لاندې د اېس ډي جيز انويسټمنټ فئير2026 ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل څو كاله وړاندې پاکستان د جي ډي پي 12.5 فيصده مجموعي غبرګ زيان سره مخ ٶ كوم چې اوس د جون تر پائې نزدې 2.6 فيصد ته رسېدلے دے، مالياتي خسارہ د 22 كالو كوزې كچې ته راغلې ده او پرله پسې تر درېو كالو بنيادي مالي سرپلس رېكارډ كېږي۔ وفاقي وزير ووئيل په بهرنۍ څانګه كښې هم ښه والے راغلے دے او په دې وروستيو كښې د سېټېټ بېنك د زرمبادله پانګې د 21.4 اربه ډالرو تاريخي لوړې كچې ته رسېدلې كومې چې نزدې د درې مياشتو درآمدات لپاره كافي دي ، د معاشي اصلاحات پېل په وخت هېواد سره يوازې نزدې د دوو اوونيو د درآمدات برابر زرمبادله پرته وه۔ سينيټر محمد اورنګزيب ووئيل په دې وروستو كښې د پي آئي اے د نجكارۍ عمل كښې دوو لويو كاروباري ګرپوس په مشتركه توګه نزدې د 1.2 ارب ډالر په بولۍ كښې برخه اخستل د دې خبرې واضح ثبوت دے چې ځائي كاروباري ډلې اوس د مشتركه منصوبو او کنسورشيمز د لارې په لويه كچه سرمايه كارۍ لپاره راوړاندې كېږي۔









