د كورنيو چارو وفاقي وزير   ډيرہ اسماعيل خان كښې په کسټم و ټريفک پوليس  د ډزو غندنه  ، د 5 اهلکارو په شهادت د غمرازۍ څرګندونه

  اسلام آباد۔6اکتوبر  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ډيرہ اسماعيل خان كښې په کسټم او  ټريفک پوليس اهلکارو د  نامعلومه شر خوښو د ډزو  سختې غندنې كولو سره  د  5 اهلکارو په شهادت د غم درد څرګندونه كړې ده ۔د داخله وزارت نه  جاري بيان  تر مخه   محسن نقوي د شهيدو شوو  اهلکارو لوړو درجو لپاره دعا وكړه او د غم جنيو  كورنيو سره يې …

 

اسلام آباد۔6اکتوبر  (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ډيرہ اسماعيل خان كښې په کسټم او  ټريفک پوليس اهلکارو د  نامعلومه شر خوښو د ډزو  سختې غندنې كولو سره  د  5 اهلکارو په شهادت د غم درد څرګندونه كړې ده ۔د داخله وزارت نه  جاري بيان  تر مخه   محسن نقوي د شهيدو شوو  اهلکارو لوړو درجو لپاره دعا وكړه او د غم جنيو  كورنيو سره يې د زره له كومي  خواخوږي او د  غمرازۍ څرګندونه وكره۔ ده ووئېل  په دې سخت  او غم جن وخت كښې  مونږ د شهيدو اهلکارو د كورنيو سره ولاړ يو  او د دوي په غم كښې برابر شريک يوو ۔محسن نقوي ووئېل خيبر پښتونخوا د ترهه ګرۍ  د ناسور نه تر ټولو زياته ځپلې صوبه ده  چرته چې فورسز او  اولس  د  امن په خاطر لازواله قربانۍ وركړې دي ۔ ده ښكاره ووئېل  د بزدلانه کارروائيو او  ورانكارۍ د لارې  د ترهه ګرۍ  خلاف د رياست او قام کلك عزم متزلزل يا کمزورے كېدے نشي، د هېواد دښمنه عناصر به مکمل خاتمه كولې شي ۔