د قامي اسمبلي سپيكر سردار اياز صادق شمالي وزيرستان كښې په کامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې

  اسلام آباد۔06 اکتوبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق شمالي وزيرستان كښې په کامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئېل د خوارجي ترهه ګرو خلاف کامياب آپريشن  د امنيتي ځواكونو د پيشه ورہ مهارت مظهر دے ۔سپيکر سردار اياز صادق د 5 خوارجو په وژلو  د امنيتي ځواكونو ستائنې كولو سره ووئېل امنيتي ځواكونو په …

 

اسلام آباد۔06 اکتوبر(اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر سردار اياز صادق شمالي وزيرستان كښې په کامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔ د نهې په ورځ خپل بيان كښې ده ووئېل د خوارجي ترهه ګرو خلاف کامياب آپريشن  د امنيتي ځواكونو د پيشه ورہ مهارت مظهر دے ۔سپيکر سردار اياز صادق د 5 خوارجو په وژلو  د امنيتي ځواكونو ستائنې كولو سره ووئېل امنيتي ځواكونو په مؤثره کارروائۍ كولو  د ترهه ګرو ناوړه عزائم ناکامه كړل  ، قام پخپلو نرانو زامنو وياړ لري، د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره  د امنيتي ځواكونو قربانۍ او  خدمات د ستانې دي ۔ده ووئېل قام د ترهه ګرۍ خلاف جنګ كښې د  امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے  ۔سردار اياز صادق ووئېل  هېواد كښې د امن و استحکام لپاره د  ترهه ګرۍ  خاتمه ضروري ده، د ترهه ګرۍ تر مکمل خاتمې به د فتنه الخوارج خلاف کارروائۍ روانې وي