داخله وزير محسن نقوي په شمالي وزيرستان كښې په کامياب آپريشن فورسز ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په شمالي وزيرستان كښې د خوارجو په ضد په مؤثر او کامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ده د فورسز د وظيفائي صلاحيتونو او غير متزلزل جرات ستائنې كولو سره ووئيل  په كارروائۍ كښې د 5 ترهګرو د وژلو په …

 

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په شمالي وزيرستان كښې د خوارجو په ضد په مؤثر او کامياب انټيلي جنس بيسډ آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ د داخله وزارت لخوا د جاري بيان له مخې ده د فورسز د وظيفائي صلاحيتونو او غير متزلزل جرات ستائنې كولو سره ووئيل  په كارروائۍ كښې د 5 ترهګرو د وژلو په كارروائۍ كښې برخه اخستونكې ځوانان د هېواد او قام اصل اتلان دي٬ ټول قام په دي وياړ لري۔ ده په سپينو ټكو ووئيل هېواد څخه د دښمن عناصرو تر خاتمې به په قلاره نه كېښنو  او ټول قام لكه د بنيان مرصوص خپلو ځواكونو سره ولاړ دے۔(اے پي پي/ګ ل/ض ض/1541)