اسلام آباد۔6اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئېلي دي د حکومت او مخالفې ډلې تر مينځه شوو اوسنو خبرو كښې د ترهه ګرۍ په خاتمه او د نيشنل ايکشن پلان په نکات 100 فيصده اتفاق راغلے ؤ ، حکومت د هېواد سلامتيا په خاطر اپوزيشن ته د هيلې نه زياتې سياسي اسانۍ او ميدان وركړو خو د خيبرپښتونخوا وزيراعليٰ په وروستو لمحو كښې نوي …
خېبر بښِتونخوا كښې د ګورنر راج يا ايمرجنسي پشمول په ټولو آئيني آپشنز ِ غور روان دے ، حکومت وړومبۍ پام لرنه سياسي حل او خبرو اترو ته كوي،سينيټر طلال چوهدري
اسلام آباد۔6اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وزير مملكت سينيټر طلال چوهدري وئېلي دي د حکومت او مخالفې ډلې تر مينځه شوو اوسنو خبرو كښې د ترهه ګرۍ په خاتمه او د نيشنل ايکشن پلان په نکات 100 فيصده اتفاق راغلے ؤ ، حکومت د هېواد سلامتيا په خاطر اپوزيشن ته د هيلې نه زياتې سياسي اسانۍ او ميدان وركړو خو د خيبرپښتونخوا وزيراعليٰ په وروستو لمحو كښې نوي خنډان رامخې ته كولو سره خبرې اترې له مينځه يوړې، دا خبره دې سپينه كرې شي چې آخر كوم سبب دے چې د تېرو 11 كلونو نه چرته چې د امنيتي ځواكونو، نورو سياسي ګوندونو او د عامو وګړو جنازې پورته كېږي هلته يوازې پي ټي آئي محفوظ ده او د هغوي لپاره د شدت خوښو رويه نرمه ده، د خيبرپښتونخوا په صورتحال وفاق د ګورنر راج يا ايمرجنسي پشمول په ټولو آئيني آپشنز غور كوي ، خو حکومت وړومبې پام لرنه اوس هم سياسي حل او خبرو ته كوي ۔پي ټي وي هيډکوارټرز كښې پريس کانفرنس ته ده ووئېل د خبرو اترو د عمل بنيادي پام يوازې د ترهه ګرۍ خاتمې او د کے پي حکومت د اړخه په نيشنل ايکشن پلان په ماضي كښې د خوښې نه لرلو ازاله ده ،اپوزيشن پلاوي وفاق ته باور وركړو چې هغوي د صوبائي حکومت او د ګوند قيادت د اړخه مکمل اختيار لري ، د وړومبۍ ورځې خبرو نه پس اپوزيشن لارښودو پیښور كښې د وزيراعليٰ او نورو لارښودو څخه توثيق تر لاسه كړو او وفاقي حکومت ته يې واضحه باور وركړو چې د ترهه ګرۍ خاتمې او د كورنيو چارو وفاقي وزير په وړاندې كړو ټولو نکاتو هغوي اتفاق لري ۔طلال چوهدري ووئېل چې كله داخله وزير محسن نقوي وزيراعظم خبر كړو چې پي ټي آئي د ترهه ګرۍ مخ نيوي له په بشپر توګه چمتو ده نو هغه د تاريخي لچک په ښودولو داخله وزير ته سپارښتنه وكړه چې مخالفه ډله چې څومره سياسي سپيس او غوښتنې غواړي هغه وركړئ ۔وزير مملکت ووئېل د وزيراعظم ښكاره مؤقف ؤ چې سياسي ګټه و زيان عارضي څيزونه دي ، لكه څنګه چې د معاشي ديواليه كېدو نه بچ كېدو له د خپل مقبوليت پروا ونه كړې شوه دغسې كه د 26 کروړه اولس ته امن تر لاسه كېږي او هره ورځ د شهدا جنازو پورته كولو لړۍ ختمېږي نو اپوزيشن ته سياسي اسانيو وركولو كښې كومه بدي نشته ، د دې پرېكړې نه پس سياسي چارو ، د باني صحت، ملاقاتونو او د لارښودو قانوني معاملات له يوه مسودہ جوړه كړې شوه او د اپوزيشن په هر تجويز څو وارې پكښې تراميم هم قبول کړے شول ۔سينيټر طلال چوهدري ووئېل چې كله ټول سياسي مطالبات تسليم شول او د اپوزيشن سره د ترهه ګرۍ خلاف د قامي بيانيې نه د وروستو كېدو كوم جواز پاتي نه شو نو د وزيراعليٰ د فون راتللو نه پس اپوزيشن پلاوې د خپلو خبرو نه په شا شو او د مذاکراتي عمل نه اخوا شول ۔









