اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټرېش د خارجه دفتر دوره وكړه ٬ په دې موقع نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ګران مېلمه تود هركلے وكړو او د خارجه وزارت لوړ پوري يې سيکرټري جنرل سره معرفي كړل۔ د دې نه وړاندې د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټرېش د نهې په ورځ په درې ورځنۍ سركاري دوره اسلام آباد ته راورسېد، …
د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټرېش د خارجه دفتر دوره٬ نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ګران مېلمه تود هركلے وكړو

مزید خبریں
اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټرېش د خارجه دفتر دوره وكړه ٬ په دې موقع نائب وزيراعظم اسحاق ډار د ګران مېلمه تود هركلے وكړو او د خارجه وزارت لوړ پوري يې سيکرټري جنرل سره معرفي كړل۔ د دې نه وړاندې د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټرېش د نهې په ورځ په درې ورځنۍ سركاري دوره اسلام آباد ته راورسېد، لنډ مهاله خارجه سيکرټري سفير نبيل منير د دوي هركلے وكړو٬ انتونيو ګوټرېش دا دوره د نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په بلنه كوي۔ د خارجه دفتر له مخې د خپلې دورې په مهال به د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل صدر مملکت، وزيراعظم، نائب وزيراعظم و خارجه وزير او چيف آف ډيفنس فورسز و چيف آف آرمي سټاف سره ملاقاتونه كوي










