وزيراعظم شهباز شريف د كشمير چوك انډر پاس منصوبې د بنياد تيګه كېښوده٬ منصوبه به په يو مياشت كښې بشپړېږې

  اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كشمير چوك انډر پاس منصوبې د بنياد تيګه كېښوده٬ دا منصوبه به د يو ارب 45 كروړه روپو په لګښت په يوه مياشت كښې بشپړېږې۔ د نهې په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې منصوبې د بنياد تيګه كېښودو او په دې مهال د منصوبي په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د منصوبې له مخې به درې مخيزه …

 

اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د كشمير چوك انډر پاس منصوبې د بنياد تيګه كېښوده٬ دا منصوبه به د يو ارب 45 كروړه روپو په لګښت په يوه مياشت كښې بشپړېږې۔ د نهې په ورځ وزيراعظم محمد شهباز شريف د دې منصوبې د بنياد تيګه كېښودو او په دې مهال د منصوبي په اړه بريفنګ وركړے شو۔ د منصوبې له مخې به درې مخيزه (تهري لائن) انډر پاس جوړېږي۔ د دې منصوبې بشپړېدو سره به د فېض آباد، بهاره كهو، مري، آزاد كشمير د ټرافېك روانې د خنډ نه غېر شي ۔ په دې موقع وفاقي وزيران محسن نقوي، عطاء الله تارړ، ډاكټر طارق فضل چوهدري، وزير مملكت طلال چوهدري هم وزيراعظم سره وو٬ په دې موقع د پاكستان قامي سرود هم وغږولے شو