اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د آزاد جموں و کشمیر نوي ټاكلي شوي وزیراعظم سید افتخار علي ګیلانی وليدل، وزیراعظم هغه له په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف سید افتخار علی ګیلانی له د وزیراعظم آزاد جموں و کشمیر په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه او هغه لپاره ئې د …
وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د آزاد جموں و کشمیر نوي ټاكلي شوي وزیراعظم سید افتخار علي ګیلانی وليدل
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د آزاد جموں و کشمیر نوي ټاكلي شوي وزیراعظم سید افتخار علي ګیلانی وليدل، وزیراعظم هغه له په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې وزیراعظم شهباز شریف سید افتخار علی ګیلانی له د وزیراعظم آزاد جموں و کشمیر په چوكۍ سنبھالولو مباركي وركړه او هغه لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔وزیراعظم ووئيل د آزاد کشمیر اولس ښېګړې لپاره د پاكستان حکومت به د آزاد جموں و کشمیر حکومت سره بشپړه مرسته كوي۔ ملاقات كښې د آزاد جموں و کشمیر امن، پرمختګ او سيمه كښې په روانو فلاحي منصوبو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزیراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې وفاقی حکومت به د کشمیریانو پرمختګ او سوكالۍ لپاره ټول ګامونه پورته كوي۔د آزاد جموں و کشمیر وزیراعظم د پاكستان وزیراعظم مننې كولو سره د دې عزم څركندونه وكړه چې سيمه كښې پرمختګ او اولسي ښېګړې له به خپل ټول صلاحیتونه كارولې شي۔ملاقات كښې نائب وزیراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، د پارلماني چارو وفاقي وزیر طارق فضل چوهدري او د وزیراعظم صلاحكار رانا ثناء اللہ هم موجود وو ۔












