وفاقي وزير جام كمال د بېلټ اېنډ روډ 11م سمټ پرانستې غونډه كښې ګډون، په هانګ کانګ كښې سيمه ايزو مشرانو سره ملاقاتونه

  هانګ کانګ 09 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د شورو په ورځ په هانګ کانګ كښې د بېلټ اېنډ روډ (بي آر آئي) 11م سمټ په پرانستې غونډه كښې ګدون وكړو ۔ د جاري بيان له مخې سمټ كښې د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو شراكتدارو هېوادونو اعلٰې سياسي مشرانو٬ وزيرانو٬ سفيرانو٬ كاروباري شخصيات او استازو ګډون وكړو۔ د پرانستې غونډې نه وړاندې …

 

هانګ کانګ 09 ستمبر (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د شورو په ورځ په هانګ کانګ كښې د بېلټ اېنډ روډ (بي آر آئي) 11م سمټ په پرانستې غونډه كښې ګدون وكړو ۔ د جاري بيان له مخې سمټ كښې د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو شراكتدارو هېوادونو اعلٰې سياسي مشرانو٬ وزيرانو٬ سفيرانو٬ كاروباري شخصيات او استازو ګډون وكړو۔ د پرانستې غونډې نه وړاندې ده د هانګ كانګ د خاص انتظامي سيمې چيف ايګزيکټو جان لي لخوا د ماسخوتن په مېلمستيا كښې ګډون وكړو چې پكښې د ازبکستان، قازقستان، سري لنکا او بنګله ديش وزيرانو، لاٶس نائب وزيراعظم، د چين نائب د تجارت وزير تجارت، د هانګ کانګ چيف ايګزيکټو او اعليٰ چارواكو پشمول يو شمېر اعلٰې شخصيات٬ سفيرانو او كاروباري مشرانو ګډون كولو ۔ د ستورې په مهال جام کمال خان بېلو وزيرانو او مېلمنو سره تفصيلي ملاقاتونه او د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔ په دې موقع د بيلټ اينډ روډ انيشي ايټو، سيمه ايز روابط ، تجارتي مرستې او د اقتصادي او نړيوال معيشت پرمختګ لپاره د دې په پراخه ګټه د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وفاقي وزير په د موقع چيف ايګزيکټو جان لي سره هم په زړه پورې ماحول كښې ملاقات وكړو او د دې نه علاوه د چين د تجارت نائب وزير، د بنګله ديش د تجارت وزير، د سري لنکا د تجارت و صنعت وزير او نورو ګډون كوونكو مشرانو سره هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وفاقي وزير جام کمال خان به په لسم ستمبر سمټ ته خاص وېنا كوي چې پكښې به وفاقي وزير د تجارت، سيمه ايزو روابطو، اقتصادي مرستې او د بيلټ اينډ روډ شراکت دارو هېوادونو سره د ژورو روابطو موقعو  د پاكستان موقف رامخې ته كوي