د وفاقي وزير قيصر احمد شيخ د پيوان اكنامك پاليسي چيلنج 2026 ته وېنا٬  د علم په عملي حل بدلولو زور

  اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شېخ د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره  د علم، تحقيق او د پاليسي وړاندېزونه  په عملي او د عمل وړ  حل د بدلولو په اهميت زور راوړے دے٬ وفاقي وزير په اسلام آباد كښې د پيوان اكنامك پاليسي چيلنج 2026 پائې دستورې ته خپلې وېنا كښې د انتظاميه مننې كولو سره متنوع تعليمي او وظيفائي …

 

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د بورډ آف انويسټمنټ وفاقي وزير قيصر احمد شېخ د پاكستان معاشي پرمختګ لپاره  د علم، تحقيق او د پاليسي وړاندېزونه  په عملي او د عمل وړ  حل د بدلولو په اهميت زور راوړے دے٬ وفاقي وزير په اسلام آباد كښې د پيوان اكنامك پاليسي چيلنج 2026 پائې دستورې ته خپلې وېنا كښې د انتظاميه مننې كولو سره متنوع تعليمي او وظيفائي پس منظر لرونكې ځوان پوهان او پخواني زده كوٶنكي په يو پلېټ فارم د راجمع كولو په اړه د كوربه ادارو ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د علم شته والے مهم دے خو د علم قدر هله رامخې ته كېږي كله چې دا مونږ په عملي مسئلو لاګو كولو سره د مناسب حل لټولو جوګه يو۔ ده زياته كړه چې كه تاسو علم لرۍ او تاسو د دې صورتحال سم جاج اخستلے شې نو تاسو به بيا مناسب حل وړاندې كولې شي۔ د كراچۍ چيمبر آف كامرس اېنډ انډستړي پخواني صدر په حېث  د خپلې تجربې او د حكومت د موجوده ذمه وارو حواله وركولو سره وفاقی وزیر ووئيل د معاشي او کاروباري مسئلو سم او جامع جاج موثره پالیسي سازۍ لپاره بنيادي اهميت لري۔ ده ووئيل ګډون كوونكو چې د خپل تعليمي او وظيفائي ژوند په مهال كوم علم او تجربه ترلاسه كړې ده ھغه د حقيقي دنيا مسئلو حل ٬ پاليسي سازۍ او د هېواد معاشي پرمختګ لپاره كارول پكار ده۔ وفاقي وزير پاكستان لپاره د امريكې د مرستې ستائنې كولو سره د دواړو هېوادونو ترمېنځه اولسي٬ تعليمي او وظيفائي روابطو په اوږد تاريخ  هم رڼا  واچوله۔ د دستورې تابيا د امريكې سفارتخانې ، يونائيټډ سټيټس ايجوكيشنل فاٶنډيشن ان پاكستان (يوسف)،  د پاكستان-امريكا پخوانو زده كوٶنكو نيټ ورك (پيوان) او د اكاٶنټيبلټي ليب پاكستان  په همكارۍ سره شوې وه