اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره په ايوان صدر كښې پخوانيو وفاقي وزيرانو سينيټرز نورالحق قادري او اعظم خان سواتي جلا جلا وليدل۔ په دې مهال د هېواد د مجموعي امن او امان او په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې سوئيلي پنجاب سره …
لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره سينيټر نورالحق قادري او سينيټر اعظم خان سواتي جلا جلا وليدل
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني سره په ايوان صدر كښې پخوانيو وفاقي وزيرانو سينيټرز نورالحق قادري او اعظم خان سواتي جلا جلا وليدل۔ په دې مهال د هېواد د مجموعي امن او امان او په سياسي صورتحال د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د شورو په ورځ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې سوئيلي پنجاب سره تعلق لرونكو د پيپلز پارټۍ نمائندګانو يو پلاوي هم لنډ مهاله صدر سره ملاقات وكړو او د خپلو خپلو سيمو د چارو نه يې دوي خبر كړل ۔ په پلاوي كښې ملتان څخه د پيپلز پارټۍ ټكټ لرونكے بيرسټر مدثر شاہ، د ضلع لودھراں د پيپلز پارټۍ صدر امداد اللہ عباسي او د كبير والا او خانيوال څخه د پيپلز پارټۍ ټكټ لرونكے زمان لنګړيال شامل وو٬ د دې نه وروستو علي عمر علوي هم لنډ مهاله صدر سره وليدل او د شريكې خوښې په چارو ئې د خيالاتو څرګندونه وكړه











