موثره اولسي خدمات او جامع پرمختګ لپاره اختيارات او وسائل به ځائي حکومتونو ته منتقل کول وي۔احسن اقبال

  اسلام آباد 09 ستمبر  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي  د تيرو 15 كلونو په مهال د اختيارات تر لاندې كچې منتقل كيدو ميوې اولس ته نه دي رسيدلي،دې لپاره اولسي  خدمات او جامع پرمختګ لپاره اختيارات او وسائل به ځائي حکومتونو ته منتقل کول وي۔ده د شورو په ورځ  د ’’انټيګريټډ لينډ اينډ واټر يوز پلاننګ‘‘ په اړه …

 

اسلام آباد 09 ستمبر  (اے پي پي) د منصوبه بندۍ،پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفيسر احسن اقبال وئيلي دي  د تيرو 15 كلونو په مهال د اختيارات تر لاندې كچې منتقل كيدو ميوې اولس ته نه دي رسيدلي،دې لپاره اولسي  خدمات او جامع پرمختګ لپاره اختيارات او وسائل به ځائي حکومتونو ته منتقل کول وي۔ده د شورو په ورځ  د ’’انټيګريټډ لينډ اينډ واټر يوز پلاننګ‘‘ په اړه قامي ورکشاپ او ټيکنيکل ورکنګ ګروپ پيل كولو ته وينا كوله۔وفاقي وزير ووئيل د  اختيارات منتقل كيدو مسئله نه بلکه په هغې د عملدرآمد دائره په صوبائي كچه اودريدلي۔ 2010ء كښې د 18م آئيني بدلون د لارې صوبو ته مهم اختيارات منتقل شوي دغسې ځائې حكومتونو ته په دغه تناسب سره اختيارات او وسائل نه دي وركړې شوي۔ده ووئيل كه ځائې حكومت له څه ذمه واري وركړې شي خو دې سره چې اختيارات او وسائل نه وي نو ذمه واري يو بار شي۔ بايد اختيارات د صوبو څخه ضلعو او تر  بلدياتي حکومتونو منتقل كړے شي۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل پاکستان له يو داسې پرمختيائي نظام جوړولو ته اړټيا ده چې پكښې د وفاق او صوبو ترمينځه موثره رابطه او ځائې اداري خپلواكه كړې شي دغسې چې قامي ترجيحات په ښه اولسي خدمات او عملي نتيجو بدل كړے شي۔ده ووئيل دا اقدام په خاص توګه د كركېلې لپاره مهم دے كوم چې  د قامي معيشت، روزګار، غذائي تحفظ او برآمدات مهمه ذريعه ده۔ پاکستان د خپلو زرعي وسائل باوجود د كال  نزدې 4 نه تر 5 اربه ډالره زرعي مصنوعات درآمد کوي۔ده ووئيل د هېواد په زرعي درآمدات انحصار ختمولو سره به پيداواري صلاحيت زياتول او د زمكي او اوبو وسائلو موثر استعمال سره فوډ ايکسپورټنګ اکانومي جوړول وي۔وفاقي وزير خبردارے وركړو چې د ښارونو خپريدو سره د زرعي زمكي تحفظ کولو نه غير دغه مقصد نه شي ترلاسه كيدے۔ده ووئيل مسئله دا نه ده چې په منصوبو جوړولو نه پوهيږو،مونږ ښې منصوبې جوړولې شو،خو زمونږ مسئله په هغې  د عمل درآمد ده ۔ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل پاکستان دا مهال په يو مهم موړ ولاړ دے او د تير وخت تېروتنو بيا متحمل كيدے نه شو۔ده په پرمختيائي تګلارو عمل درآمد او  د اجتماعي اقدامات په حاجت زور راوړلو سره ووئيل مونږ يا په لامبو ځان پورې ويستدلے شو يا بيا ډوبېدے شوو ،دريمه بله كومه لاره نشه۔ لهٰذا مونږ له به په لامبو ځان پورې وېستل وي۔