اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پي پي) اسلام آباد كښې د شيشه كيفے په چلولو تر بل حكم مكمل بندېز هغسې برقرار پاتي كړے شو٬ په دې لړ كښې د اسلام آباد ډپټي كمشنر عرفان نواز مېمن ټولو اسسټنټ كمشنرز ته احكامات جاري كړې دي ۔ د شورو په ورځ د ضلعې انتظاميه اسلام آباد د اړخه جاري بيان تر مخه د بندېز دا اطلاق به په اين …
اسلام آباد كښې په شيشه كېفے چلولو بندېز هغسې برقرار دے
اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پي پي) اسلام آباد كښې د شيشه كيفے په چلولو تر بل حكم مكمل بندېز هغسې برقرار پاتي كړے شو٬ په دې لړ كښې د اسلام آباد ډپټي كمشنر عرفان نواز مېمن ټولو اسسټنټ كمشنرز ته احكامات جاري كړې دي ۔ د شورو په ورځ د ضلعې انتظاميه اسلام آباد د اړخه جاري بيان تر مخه د بندېز دا اطلاق به په اين او سي لرونكو شيشه كېفے هم وي او د احكامات تر مخه په آوټ ډور او ان ډور دواړو ځايونو كښې په شيشه چلولو بنېدز لګولے شوے دے۔ ډپټي كمشنر ټولو اسسټنټ كمشنر ته امر كړے چې د خلاف ورزۍ كوونكو په ضد قانوني كاروارئۍ باوري كړئ او د شيشه كېفے خلاف هره ورځ انسپكشن روان اوساتئ۔











