اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پي پي) پاكستان د پوليو مخ نيوي پروګرام تر مخه په ستمبر كښې د پېل كېدونكې ذيلي پوليو مخ نيوي كمپائن نه وړاندې د فرنټ لائن وركرز د ورځې معاوضه د 28 فيصده زياتولو اعلان كړے دے ۔ دا كمپائن به د 21 نه تر 27 ستمبر روان وي په كوم كښې به چې د بلوجستان ٬ ګلكټ بلتستان٬ اسلام آباد ٬ خېبر …
پاكستان د پوليو مخ نيوي پروګرام فرنټ لائن وركرز له د ورځې معاوضه 28 فيصد زياته كړه
اسلام آباد ۔ 9 ستمبر (اے پي پي) پاكستان د پوليو مخ نيوي پروګرام تر مخه په ستمبر كښې د پېل كېدونكې ذيلي پوليو مخ نيوي كمپائن نه وړاندې د فرنټ لائن وركرز د ورځې معاوضه د 28 فيصده زياتولو اعلان كړے دے ۔ دا كمپائن به د 21 نه تر 27 ستمبر روان وي په كوم كښې به چې د بلوجستان ٬ ګلكټ بلتستان٬ اسلام آباد ٬ خېبر بښتونخوا ٬ پنجاب او سنده په 115 خاص ضلعو كښې د پوليو ډلې 3 كروړه 10 لاكه نه زياتو كوچنيانو ته د پوليو نه د ساتنې څاڅكي وركوي۔ د وزيراعظم د پوليو مخ نيوي پروګرام فوكل پرسن عائشه رضا فاروق په مشرۍ كښې د پوليو د مخ نيوي پروګرام كښې برخه اغستونكو فرنټ لائن وركرز لپاره معاونت لا مضبوطوي ۔ دغسې د فرنټ لائن وركرز د ورځې معاوضه كښې 28 فيصد زياتوالے شوے دے۔دا پرېكړه په ګرد هېواد كښې د پوليو وركرز سره د تابيا شوو لسټنګ سېشنز نه پس شوې چې پكښې وركرز د پروګرام مشر تابه سره نيغ په نيغه خبرې كړې وې او خپلې ستونزې ٬ د فيلډ خپلې تجربې يې شيئر كړې وې۔ پاكستان د پلويو مخ نيوي وركرز ته ښې آسانۍ او د معاونت وركولو لپاره ګامونه اخلي چې پكښې د پوليو وركرز حفاظت او امنيت باوري كول٬ د دوي په عزت او وقار سره د خېر ښېګړې تحفظ او هېواد څخه د پوليو خاتمې كښې د دوي مهم كردار او د خدمات ستائنه كول دي۔ په دې اقدامات كښې ټاكلو سيمو كښې فرنټ لائن وركرز سپورټ سېنېټرو كښې بنيادي ښې آسانۍ وركول ٬ فرټ لائن وركرز ته شناختي كارډ وركول او فيلډ كښې د دوي د حفاظت باوري كولو مرستې لپاره آپرېشنل سيفټي ګائيډ لائنز جوړول شامل دي۔











