اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ كمال وئيلي دي ټيلي ميډيسن مهم سكيم دے چې د لارې اولس ته په چوكاټ دننه سهولتونه وركړے كېدے شي او دوي ته به د وړو رنځونو درملنې لپاره لرې روغتونونو ته د تګ ضرورت نه پیښېږي۔ ده خبره ده د ټيلي ميډيسن سينټر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل حكومت اولس ته …
ټيلي ميډيسن مهم سكيم، حكومت اولس ته د روغتيا سهولتونه په چوكاټ دننه وركولو لپاره ګامونه اخلي۔ وفاقي وزير مصطفيٰ كمال

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د قامي روغتيا وفاقي وزير مصطفيٰ كمال وئيلي دي ټيلي ميډيسن مهم سكيم دے چې د لارې اولس ته په چوكاټ دننه سهولتونه وركړے كېدے شي او دوي ته به د وړو رنځونو درملنې لپاره لرې روغتونونو ته د تګ ضرورت نه پیښېږي۔ ده خبره ده د ټيلي ميډيسن سينټر پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل حكومت اولس ته دروغتيا سهولتونه په چوكاټ دننه وركولو لپاره اقدامات كوي٬ ده اولس ته غږ وكړو چې خپلو ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكي وركړي ، هر ماشوم ته د پوليو نه د بچ كېدو واكسين وركول زمونږ د ټولو ذمه واري ده۔ وفاقي وزير مصطفيٰ كمال ووئيل ماشومان د 13 خطرناكو رنځونو نه ساتلو لپاره د حفاظتي ټيكه جات سهولت هم موجود دے، مور پلار دې دا خبره باوري كړې چي د يو كال نه تر پنځو كالو يو ماشوم د حفاظتي ټيكو نه پاتې نشي۔ وفاقي وزير د ټيلي ميډيسن منصوبې د وړومبې پراؤ د آخري مركز په پرانسته او د دې پړاٶ په بشپړتيا ډاكټر ساره، د هغې ډلې، ډي ايچ او اسلام آباد ډاكټر راشده انجم او ټولو اړوند افسرانو او هيلتھ وركرز له مباركي وركړه ۔ ده ووئيل ټيلي ميډيسن سينټرز څخه د مستفيد كېدونكو رنځورانو خدمت نېك عمل دے چي اجر به ئې دنيا او اخرت دواړو كښې ترلاسه كېږي۔ وفاقي وزير د منصوبې كاميابۍ لپاره په كار كونكې ډلې افرين وئيلو سره ووئيل د اولسي خدمت دا عمل به لا موثر او پراخه كولې شي۔










