د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اپ ګريډډ آبپاره تهاڼې پرانسته وكړه

  اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد تهاڼې په جديد  ډول سمولو منصوبې له مخې د اپ ګرېډډ تھاڼه آبپاره رسمي پرانسته وكړه۔ په دې موقع آئي جي پي، ډي آئي جي، ايس ايس پي آپريشنز او نور اعليٰ پوليس افسران هم موجود وٶ۔ د پرانستې نه وروستو وفاقي وزير د تهاڼې د بېلو څانګو پشمول  د ايس ايچ …

 

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د اسلام آباد تهاڼې په جديد  ډول سمولو منصوبې له مخې د اپ ګرېډډ تھاڼه آبپاره رسمي پرانسته وكړه۔ په دې موقع آئي جي پي، ډي آئي جي، ايس ايس پي آپريشنز او نور اعليٰ پوليس افسران هم موجود وٶ۔ د پرانستې نه وروستو وفاقي وزير د تهاڼې د بېلو څانګو پشمول  د ايس ايچ او دفتر ، ډي آر سي، انكوائري آفس او وزيټنګ ايريا معائنه وكړه او په كاؤنټرز يې وګړو ته د وركړے كېدونكو سهولتونو جاج اغستو سره په دې د اطمينان څرګندونه وكړه۔ ده د ډسپيوټ ريزولوشن كميټۍ غړو سره ملاقات كښې د هغوي د كردار ستائنه وكړه۔ محسن نقوي پوليس افسرانو ته امر كولو كښې ووئيل د دې منصوبې بنيادي مقصد  اولس ته جديد، وقار لرونكے او اولس دوسته پوليسنګ ماحول وركول دي۔ ده تاكيد وكړو چې د سائلين په داد رسۍ كښې بې غورې ونه كړئ۔