بانك او مالياتي ادارې دې كروندګرو٬وړو صنعتونو او هاؤسنګ سيكټر ته د پورونو  په وركولو كښې خپل كردار ادا كړي۔محمد شهباز شريف

  اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف كروندګرو ته د كومو خنډانو نه بغېر او په آسانو شرطونو تر مالي وسائلو د رسنې باوري كولو  امر سره وئېلي دي بانك او مالياتي ادارې دې كروندګرو٬وړو صنعتونو او هاؤسنګ سيكټر ته د پورونو  وركولو كښې خپل كردار ادا كړي۔د شورو په ورځ د پي ايم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز …

 

اسلام آباد 09 ستمبر(اے پي پي)وزيراعظم محمد شهباز شريف كروندګرو ته د كومو خنډانو نه بغېر او په آسانو شرطونو تر مالي وسائلو د رسنې باوري كولو  امر سره وئېلي دي بانك او مالياتي ادارې دې كروندګرو٬وړو صنعتونو او هاؤسنګ سيكټر ته د پورونو  وركولو كښې خپل كردار ادا كړي۔د شورو په ورځ د پي ايم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د وزيراعظم محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې تر ماليات رسنې منصوبې 28-2026 په اړه غونډه وشوه چې پكښې د وزيراعظم اپنا ګهر سكيم٬كركيلې او ايس ايم ايز څانګو پرمختګ لپاره د فنانسنګ پېشرفت د  روانو اقداماتو جاج واخستلے شو ۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ووئيل بانكونه او مالياتي ادارې دې كروندګرو٬ايس ايم ايز او هاؤسنګ سيكټر ته د  پور په وركولو كښې خپل كردار ادا كړي اوز حكومت به د دوي ډاډګيرنه كوي۔ده ووئيل د كركيلې څانګه د هېواد معيشت كښې د ملا د تير حېثيت لري د كومې ودې لپاره چې كار كول قامي ذمه واري ده۔وزيراعظم كروندګرو ته د كوم خنډ نه غېر په آسانو شرطونو تر مالي وسائل رسنې باوري كولو  امر وكړو ۔ده ووئېل د لږ آمدن لرونكو او متوسط طبقو لپاره ارزان هاؤسنګ ته مونږ پام لرنه كوو٬صوبائي چيف سيكرټريز دې د  داسې املاك جامع سروے وكړي كومو لپاره چې بانكونه د خپل كور خواهشمند كسانو ته د “وزيراعظم اپنا ګهر سكيم”له مخې  پور وركوي۔غونډې ته د هاؤسنګ٬كركيلې او ايس ايم ايز څانګو فنانسنګ په اقدامات بريفنګ وركړے شو ۔بريفنګ كښې ووئېل شول  د وزيراعظم د اپنا  ګهر سكيم په اړه تراوسه 147504 درخواستونه ترلاسه شوي چې پكښې 53127 منظور شوي دي۔د دې سكيم له مخې  د منظور شوو درخواستونو ټول ماليت 313.42 بلين روپۍ دے او 8739 درخواست كوونكو ته 45.43 بلين روپۍ وركړې شوې دي۔په ټول هېواد كښې  د مورګيج شرائط پوره كوونكې پلاټونه په ګوته كولو لپاره نظام جوړولې شي د كوم پېل به چې د اسلام آباد څخه كېږي۔ د ګهر سكيم لا مربوط جوړولو لپاره د نوموړو هاؤس ډويلپرز په دې عمل كښې شاملولو لپاره موثر طريقه كار وضع كولې شي۔د كركيلې څانګې لپاره د بانكونو لخوا د  پور حجم اګست 2026 كښې 1.268 ټريلين روپۍ پاتې شو او ايكسيس ټو فنانس پلان 2028-2026 له مخې تر جون 2028 دوه ټريلن روپۍ هدف مقرر كړے شوے ۔ د زرخيز اي ايپ د لارې آسانو پورونو  لپاره 35838 درخواستونه ترلاسه شوي كومو لپاره چې 7.35 بلين روپۍ منظور شوي دي چې پكښې 1.96 بلين روپۍ وركړی شوي۔تر اګست 2026 د بانكونو لخوا ايس ايم ايز څانګې له د وركړو پورونو حجم 1.067 ټريلين روپۍ اېښودے شوے ۔بريفنګ كښې دا هم ووئېل شو سميډا په تېرو درېو مياشتو كښې 1096 ايس ايم ايز  ته د فائنانشل لټريسي تربيت وركړے۔په غونډه كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار٬وفاقي وزيران احد خان چيمه٬رانا تنوير حسين٬محمد اورنګزيب٬رياض حسين پيرزاده٬وزير مملكت بلال اظهر كياني٬د وزيراعظم صلاحكار هارون اختر خان٬د سټيټ بانك ګورنر جميل احمد٬د څلورو واړو صوبو او آزاد جمو و كشمير او ګلګت بلتستان چيف سيكټريز٬ آئي بي آر ډي كنټري ډائرېكټر بولورما امګابزر٬د پاكستاني بانكونو صدور و سي اي اوز او اړوند اعلٰی سركاري افسرانو ګډون وكړو۔