سيد يوسف رضا ګيلاني  په بلوچستان كښې د 11 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني  په بلوچستان كښې د 11 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل  د ترهګرو خاتمې لپاره د پاكستان عزم څوك متزلزل كولې نشي۔ د شورو په ورځ د ايوانِ صدر پريس وِنګ لخوا د جاري بيان له مخئ ده ووئيل  د امنيتي ځواكونو جرأت، وظيفائي صلاحيت او عزم د ستائنې وړ دے۔ ده …

 

اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي)لنډمهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني  په بلوچستان كښې د 11 ترهګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل  د ترهګرو خاتمې لپاره د پاكستان عزم څوك متزلزل كولې نشي۔ د شورو په ورځ د ايوانِ صدر پريس وِنګ لخوا د جاري بيان له مخئ ده ووئيل  د امنيتي ځواكونو جرأت، وظيفائي صلاحيت او عزم د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل په واشك كښې ترهګرو څخه په لويه كچه چاٶدېدونكې توكې برامد كول مهمه كاميابي ده۔ سيد يوسف رضا ګيلاني ووئيل  ټول قام په هېواد كښې امن او سلامتيا لپاره قربانۍ وركوٶنكو امنيتي ځواكونو سره ولاړ دے، د بلوچستان پشمول ټول هېواد كښې تل پاتې امن او استحكام لپاره عزم لرو