اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف بلوچستان كښې د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هند پراكسيز ترهګرو به بشپړه خاتمه كولې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د هند پراكسيز 11 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو په وخت او د موثره كارروائۍ …
وزيراعظم شهباز شريف په بلوچستان كحئ د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروائيو امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 09 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف بلوچستان كښې د ترهګرو په ضد په كاميابه كارروائۍ امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د هند پراكسيز ترهګرو به بشپړه خاتمه كولې شي۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د هند پراكسيز 11 ترهګرو په وژلو د امنيتي ځواكونو په وخت او د موثره كارروائۍ ستائنه وكړه۔ وزيراعظم په خاران كښې د سړك بندولو او د تګ راتګ متاثره كولو هڅه په ناكامه كولو، واشك كښې د ترهګرو ژالې په تباه كولو او 2.9 ټن چاٶدېدونكې توكو په برامد كولو د امنيتي ځواكونو د وظيفائي صلاحيتونو ستائنه وكړه۔ وزيراعظم شهباز شريف ووئيل ترهګر او د هغوي سهولت كار به پخپلو ناوړه عزائمو كښې كله هم كامياب نشي او د هند پراكسيز د فتنه الخوارج او نورو ترهګرو په ضد كارروائۍ به په بشپړ طاقت سره روانې وي










