پينډۍ 08 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان بحريه د نهي په ورځ نیوي ډے ولمانځلې شوه او د 1965ء جنګ په مهال د پاك بحريه جنګيالو په بهادرۍ يادولو سره هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې ۔په دې موقع د هېواد دفاع كښې د مړاني ، پیشه وره پوهې او قربانو هغه لازواله میراث ته هم پيرزوئنې وړاندې كړې شوې كوم چې نسلونو مخ په وړاندې بوتللے دے ۔د …
پاك نیوي ډے، د 1965ء بحري اتلانو ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې

مزید خبریں
پينډۍ 08 ستمبر (اے پي پي) د پاكستان بحريه د نهي په ورځ نیوي ډے ولمانځلې شوه او د 1965ء جنګ په مهال د پاك بحريه جنګيالو په بهادرۍ يادولو سره هغوي ته پيرزوئنې وړاندې كړې شوې ۔په دې موقع د هېواد دفاع كښې د مړاني ، پیشه وره پوهې او قربانو هغه لازواله میراث ته هم پيرزوئنې وړاندې كړې شوې كوم چې نسلونو مخ په وړاندې بوتللے دے ۔د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګي ( آئی اېس پی آر) د اړخه جاري بيان له مخې چیف آف دی نیول اسټاف ایډمرل نوید اشرف د نيوي ډے په موقع په خپل پیغام كښې ووئيل تاریخی آپریشن سومناتھ ثابته كړې چې په عزم و حوصله يوه قوي بحريه په شمېره او د مادی وسائلو د كمي باوجود پريكنده نتيجې ترلاسه كولې شي۔ده ووئيل د آپریشن سومناتھ په مهال د ښودلې وشي جرات او عزم روایت نن هم برقرار دے، د كوم چې يو ځل بيا مظاهرہ د معرکۂ حق په مهال د هند بحریه په ضد پاکستان نیوی په کامیابۍ او مؤثره ډیټرنس په صورت وكړه ۔ د نیوی ورځې پيل د قرآن خوانۍ او شهيدانو لپاره د خاص دعاګانو څخه وشوه۔ چیف آف دی نیول اسټاف نیول هيډکوارټرز اسلام آباد كښې د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر وغوړولو او د شهيدانو كورنيو سره ئې ملاقات وكړو،د هغوي قربانیو او ثابت قدمۍ ته ئې پيرزوئنې وړاندې كړې ۔دغسې د نیوی ورځې دستوري په ټول هېواد كښې وشوي۔









