هېواد كښې برداشت، د انسانيت احترام، امن او د مذهبونو ترمېنځه همغږي لا مستحكمولو ته اړتيا ده٬ پاكستان تل د خبرو اترو ، سفارت کارۍ، مکالمې او د امناكه حل مرسته كړې ده ۔ د لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د مذهبونو ترمېنځه  د همغږۍ كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني هېواد كښې برداشت، د انسانيت احترام، امن او د مذهبونو ترمېنځه د همغږي په لا مستحكمولو زور راوړلو سره وئيلي دي يو سولئيز٬ متحد او مضبوط پاکستان لپاره به د ټولنې ټولو طبقو له په ګډه خپل كردار لوبول وي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د "انسانيت احترام ، د پاكستان دفاع او د …

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني هېواد كښې برداشت، د انسانيت احترام، امن او د مذهبونو ترمېنځه د همغږي په لا مستحكمولو زور راوړلو سره وئيلي دي يو سولئيز٬ متحد او مضبوط پاکستان لپاره به د ټولنې ټولو طبقو له په ګډه خپل كردار لوبول وي۔ دا خبره ده د نهې په ورځ د “انسانيت احترام ، د پاكستان دفاع او د پيغام پاکستان ودې” په سرخط نړيوال امن او د مذهبونو تر مينځه د همغږۍ كنفرنس ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د انسانيت احترام زمونږ د دين په بنيادي تعليماتو كښې شامل دے، پاکستان د يو شمېر مذهبونو  ټولنه لري او زمونږ آئين ټولو وګړو ته  يو برابر حقونه ، مذهبي آزادي او تحفظ وركړے دے، ده ووئېل د انسانيت احترام، رواداري او د امن تصور يوازې زمونږ تر كورني صورتحال محدود نه دے٬ پاكستان تل د خبرو، سفارت کارۍ، مکالمې او  امناكه حل مرسته كړې ده ، پاکستان امن غواړي، امن لپاره ولاړ دے او په منطقه كښې به ذمه وره كردار لوبوي، ده ووئېل  د پاکستان دريځ واضحه دے  چې د مضبوطې دفاع مقصد جنګ ته وده وركول نه بلكې امن، خپلواكي، سيمه ايز استحكام او د اولس تحفظ باوري كول دي۔ په کنفرنس كښې د مركزي روېت هلال كمېټۍ چيئرمېن مولانا سيد محمد عبد الخبير آزاد، د مذهبي چارو وفاقي وزير سردار محمد يوسف، د پنجاب د بشري حقونو او اقليتي چارو صوبائي وزير سردار رميش سنګھ اروړه، سېلګرۍ لپاره د وزيراعظم صلاحكار سردار ياسر الياس خان، د انټر لائف منسټريز چيئرمېن سينئر پاسټر انور فضل، باني او سينئر پاسټر سټي هارويسټ چرچ پاسټر کونګ هي، علماء و مشائخ او پارلماني غړو ګډون كولو۔لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني هېواد كښې برداشت، د انسانيت احترام، امن او د مذهبونو ترمېنځه د همغږۍ په لا مستحكمولو زور راوړلو سره ووئيل يو سولئيز٬ متحد او مضبوط پاکستان لپاره به د ټولنې ټولو طبقو له په ګډه خپل كردار لوبول وي۔پاکستان د يو شمېر مذهبونو ټولنه لري او زمونږ آئين ټولو وګړو ته  يو برابر حقونه، مذهبي آزادي او تحفظ وركړے دے،  ده ووئېل د انسانيت احترام، رواداري او د امن تصور يوازې زمونږ تر كورني صورتحال محدود نه دے٬ پاكستان تل دخبرو، سفارت کارۍ، مکالمې او امناكه حل ملاتړ كړے دے

مزید خبریں