اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په برآمدات اډانه د معاشي پرمختګ ودې لپاره د کاروباري ورورولۍ د وړاندېزونو هركلي كولو سره برآمد کوونكو لپاره د سپر ټيکس څخه استثنیٰ كښې د پراختيا معاملې جاج اغستو امر سره ووئيل د خاص سرمايه کارۍ سهولت کونسل د لارې سرمايه کارو او کاروباري ورورولۍ له يو آسان پليټ فورم وركړے شوے چرته چې د ون ونډو آپريشن …
وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د هېواد نوموړو صنعتکارو او کاروباري شخصيات وليدل، برآمد کوونكو لپاره د سپر ټيکس څخه استثنیٰ كښې د پراختيا چارو د جاج اغستو سپارښتنه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په برآمدات اډانه د معاشي پرمختګ ودې لپاره د کاروباري ورورولۍ د وړاندېزونو هركلي كولو سره برآمد کوونكو لپاره د سپر ټيکس څخه استثنیٰ كښې د پراختيا معاملې جاج اغستو امر سره ووئيل د خاص سرمايه کارۍ سهولت کونسل د لارې سرمايه کارو او کاروباري ورورولۍ له يو آسان پليټ فورم وركړے شوے چرته چې د ون ونډو آپريشن ترمخه سهوليات وركړے كيږي۔د نهي په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف سره د هېواد نوموړو صنعت کارو او کاروباري شخصيات پلاوي په وزيراعظم هاؤس كښې وليدل۔د پلاوي په غړو كښې مياں محمد منشاء، عارف حبيب، ثاقب شيرازي، عاطف باجوه، محمد علي طبه، مصدق ذوالقرنين، عمر سعيد، صمد داؤد، اشرف موکاتي، شاهد صورتي، شهزاد اصغر، زياد بشير، شهزاد سليم، آصف پير، عامر ابراهيم، جاويد بلواني، صديق بھټي، فواد انور، خرم مختار او يوسف حسين شامل وو۔وزيراعظم د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل د نن ملاقات مقصد په برآمدات اډانه معاشي پرمختګ ودي په اړه مشاورت كول دي ۔وزيراعظم د بجټ جوړولو عمل په مهال د کاروباري ورورولۍ د اړخه په وړاندې كړے شوو قيمتي تجويزونو د هغوي مننې كولو سره ووئيل د هغوي ګڼ شمير تجاويز بجټ كښې شامل كړے شوي۔وزيراعظم ووئيل حکومت د کاروباري هلو ځلو ودې او کاروبار كښې آسانۍ لپاره كوټلي اقدامات کوي،د توان لګښت كښې كمي كولو ته حکومت پام لرنه كوي او په دې اړه هم اقدامات كوو۔وزيراعظم په اوسنيو كښې د جوړ شوي ټريډ فيسيليټيشن بورډ د تجارت ودي لپاره يو قوي او مؤثره اداره جوړولو د عزم څړګندوتي سره ووئيل د بورډ کارکردګي او دائرۂ کار لا مؤثره كولو لپاره به د کاروباري ورورولۍ د وړاندېزونو هركلے كولې شي۔وزيراعظم ووئيل د خاص سرمايه کارۍ سهولت کونسل د لارې سرمايه کارو او کاروباري ورورولۍ له يو آسان پليټ فورم وركړے شوے چرته چې ون ونډو آپريشن ترمخه سهوليات وركړې كيږي۔وزيراعظم ووئيل په کاروباري څانګه غير ضروري ريګوليټري بار کمولو لپاره په ريګوليټري ګلّوټين كار روان دے،د دې اقدام مقصد قواعد و ضوابط آسانول، کمپلائنس لګښت كمول او کاروباري هلي ځلي نوري هم آسانول دي۔ده ووئيل د فيډرل بورډ آف ريونيو ډيجيټائزيشن په اړه يو لوي كار بشپړ شوے۔ وزيراعظم ووئيل اېف بي آر د انفورسمنټ د لارې په تير مالي كال كښې 800 اربه روپۍ راجمع كړي۔ وزيراعظم ووئيل د حکومت د معاشي ډلي په هڅو د هېواد ميکرو اکنامك حالات ښه شوي دغسې د مائيکرو اکنامك كچې ښه والي لپاره به نور محنت كول وي ٬ چې د معاشي ښه والي ميوې تر اولس ورسي۔ده ووئيل حکومت د صنعت د ضروريات له مخې د افرادي قوت تربيې ته پام لرنه كوي دغسې چې ځوانانو له د مارکيټ د ضروريات له مخې هنرمند كسان وركړے شي۔وزيراعظم کاروباري ورورولۍ ته د پېښو مسئلو سمدستي او اوږد مهاله حل لپاره د سمدستي اقدامات سپارښتنه وكړه۔ وزيراعظم اړوندو چارواكو ته برآمد کوونكو لپاره سپر ټيکس څخه استثنیٰ كښې د پراختيا د معاملې جاج اغستلو هم سپارښتنه وكړه۔پلاوي ته د هېواد معيشت ښه كولو او کاروبار، تجارت او د صنعت ودې په اړه په حکومتي اقدامات بريفنګ وركړے شو۔پلاوي ته ووئيل شول د هېواد په بندر ځايونو پورټ چارجز كښې كمے شوے او د بندر ځايونو آپريشنل استعداد ښه شوے۔کراچۍ بندر ځايونو څخه هېواد كښې دننه رسنه آسانولو لپاره د موټر وے ايم- 10 اپ ګريډيشن او د پيپري فريټ کوريډور باندې كار روان دے۔ موټر وے ايم 13 (کھارياں-راولپنډي) جوړولو سره به د لاهور او اسلام آباد ترمينځه مزل كم شي۔دغسې د پاکستان ريلوے اپ ګريډيشن سره به د ريلوے انفرااسټرکچر ښه شي ٬ دې سره به د تجارتي سامان ترسيل نور هم تند شي۔پلاوي ته ووئيل شول حکومتي اقدامات سره د هېواد د آئي ټي برآمدات زيات شوي ۔ کاروباري لارښودو د وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم اسحاق ډار او سرلښكر و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې سيمه كښې د امن لپاره د پاکستان تعميري کردار وستائيلو۔ده د حکومت د اړخه د شوو بيلو معاشي اصلاحاتي اقدامات او په خاص توګه د ايکسپورټ ډويلپمنټ فنډ ، ټيکس ريفنډ په وخت وركولو او د ايف بي آر ډيجيټائز يشن وستائيلو۔ کاروباري ورورولۍ د پاکستان د اړخه د 3 اربه ډالره کامياب بانډ اجرا هم خوشبينه ګرځولو سره ووئيل دا د هېواد ميکرو اکنامك استحکام او په پاکستان د زيات شوي کاروباري باور څرګندونه ده۔کاروباري شخصيات او صنعت کارو په برآمدات اډانه معاشي پرمختګ ودي لپاره د حکومت سره د بشپړه مرستي رواني ساتلو له د عزم څرګندونه وكړه۔ګډون كوونكو حکومتي نجکارۍ او ډي ريګوليشن پاليسي هم وستائيله۔د پلاوي غړو وزيراعظم د خپل خپل کاروبار او صنعت څانګو په اړه مسئلو څخه خبر كړو او په دې اړه ئې تجاويز وركړل۔ ملاقات كښې نائب وزيراعظم و خارجه وزير محمد اسحاق ډار، وفاقي وزيرانو احسن اقبال، رانا تنوير حسين، احد خان چيمه، اعظم نذير تارړ، مصدق ملك، عطاء الله تارړ، شزه فاطمه خواجه ، سردار اوېس لغاري، علي پرويز ملك، وزيراعظم صلاحكار محمد علي ، هارون اختر، وزير مملکت بلال اظهر کياني او اړوندو سركاري افسرانو ګډون وكړو









