لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د سينيټ موبائل ايپلي کيشن پرانسته وكړه

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د سينيټ موبائل ايپلي کيشن پرانستې كولو سره دا ډيجيټل اختيارمندۍ، اداره جاتي کارکردګۍ كښې ښه والي او زيات سپېځلي ٬ موثر او اولس دوسته پارلماني نظام پلو يو مهم ګام ګرځولے دے۔ د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د ايپلي کيشن پرانستې دستورې په مهال لنډ مهاله صدر ووئيل  د سينيټ موبائل …

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د سينيټ موبائل ايپلي کيشن پرانستې كولو سره دا ډيجيټل اختيارمندۍ، اداره جاتي کارکردګۍ كښې ښه والي او زيات سپېځلي ٬ موثر او اولس دوسته پارلماني نظام پلو يو مهم ګام ګرځولے دے۔ د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د ايپلي کيشن پرانستې دستورې په مهال لنډ مهاله صدر ووئيل  د سينيټ موبائل ايپلي کيشن اجرا په 1973 كښې د جوړېدو نه پس د سېنېټ سفر كښې د ډيجيټل بدلون د نوي دور پېل دے۔ ده ووئيل دا اقدام يوازې د موبائل ايپلي کيشن تر اجراء محدود نه دے بلكې د كار نوې انداز٬ د سوچ نوي طريقه كار او د اولس خدمت لپاره د نوې اسلوب پېل دے۔ لنډ مهاله صدر ووئيل  سينيټ موبائل ايپلي کيشن يو تزويراتي بدلون او د دې عزم څرګندونه ده چې سېنېټ به د جديد ټيکنالوجي تقاضو سره سم روان وي۔ لنډ مهاله صدر ووئيل جدت يوازې جدت لپاره خپلول پكار نه دي بلكې د دې مقصد جمهوريت زيات سپېځلے٬ موثر او اولس ته نزدې جوړول پكار دے۔ ده ووئيل د سينيټ موبائل ايپلي کيشن اجراء يو داسې جديد، موثر او اولس دوسته سنېېټ پلو ګام دے كوم چې به د پاكستان اولس خدمت په زيات وقار او موثريت سره ترسره كړي۔ دستورې ته خپلې وېنا كښې د سېنېټ لنډ مهاله چيئرمين سيدال خان ناصر وئيلي دي د سېنېټ موبائل ايپلي کيشن اجراء د ادارې په پارلماني سفر كښې يوه مهمه كاميابي ده٬ دې څخه د سېنېټ په طريقه كار كښې د لوي بدلون راتللو عكاسي كېږي۔ د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د ايپلي کيشن پرانستې دستورې په مهال لنډ مهاله  چيئرمېن ووئيل دا ايپلي کيشن يوازې د نوې تكنيكي سهولت نه دے بلكې د سېنېټ كورنۍ نظام په جديد ډول سمولو لپاره د لويو هلو ځلو برخه ده۔ ده ووئيل ګرده نړۍ كښې ټيکنالوجي د قانون سازو ادارو د كار كولو انداز بدلوي او پاكستان په دې سفر كښې وروستو نشي پاتې كېدے۔ ده ووئيل سپېځلے، احتساب، په وخت کارروائي او تر سمو معلوماتو رسنې لپاره يو مضبوط پارلماني نظام بنيادي ضرورتونه دي۔ د سېنېټ موبائل ايپلي کيشن پرانستې دستورې ته خپې وېنا كښې د پارلماني چارو وفاقي وزير ډاکټر طارق فضل چوهدري وئيلي دي  د سېنېټ موبائل ايپلي کيشن اجراء د پارلمان تګلارې او د غړو او اولس سره روابط نوو كولو پلو يو مهم ګام دے د نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د ايپلي کيشن پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل دا اقدام يوازې د يو نوي ډيجيټل سهولت اجراء نه ده بلكې پارلمان زيات د رسنې جوګه، موثر او اولس دوسته جوړولو پلو د پراخه اداره جاتي عزم عكاسي كوي۔ ده ووئيل جديد پارلمان لپاره يوازې ښه قانون سازي پورا نه ده بلكې داسې جديد نظام ته اړتيا لري چې د لارې ئې پارلماني چارې په موثر ډول ترسره كړې شي۔ د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه د ايپلي کيشن پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې د پارلمان د ډيجيټلائزيشن هڅې هركلي كولو سره ووئيل  ډيجيټل بدلون سره به د ادارې كاركردګۍ٬ اولسي غبرګون او سپېځلېتيا كښې ښه والے راشي۔ د  نهې په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د ايپلي کيشن پرانستې دستورې ته خپلې وېنا كښې دې ووئيل  د حكومت د ډيجيټل بدلون تګلارې درې بنيادي اړخونه ډيجيټل معيشت، ډيجيټل ټولنه او ډيجيټل حکمراني ده ۔ دې ووئيل  د ډيجيټل ګورننس له مخې  د ټولو سركاري او اولسي ادارو ډيجيټل بدلون د حکومت د بنيادي تګلارې برخه ده۔ شزا فاطمه خواجه ووئيل تېر كال سېنېټ او قامي اسمبلۍ څخه د ډيجيټل نيشن پاکستان ايکټ منظور كړے شوے ؤ چې له مخې ېې پاکستان ډيجيټل اتھارټي جوړه كړې شوې۔ دې ووئيل  ډيجيټل بدلون اوس يوازې د آئي ټي تر څانګې محدود پاتې نه دے بلكې د ژوند په ټولو څانتګو كښې د دې اهميت زيات شوے دے٬ صحت، تعليم، ماليات او د قامي سلامتيا پشمول په بېلو څانګو كښې د ټيکنالوجۍ استعمال سره نوې نظام په تندۍ سره جوړېږي۔ دې واضحه كړه چې د سېنېټ موبائل ايپلي کيشن اجراء يوازې د يو ايپلي کيشن معارفي کولو عمل نه دے بلكې د پارلماني ادارې د پراخه ډيجيټلائزيشن د سفر برخه دے۔

مزید خبریں