د بحري چارو وفاقي وزير د شارك  تحفظ لپاره 10 كلنه منصوبه اعلان كړه

اسلام آباد۔ 8 ستمبر (اے پي پي)  د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري  د شارك مهي تحفظ  او ښه انتظام لپاره د پاكستان وړومبۍ 10 كلنه  قامي منصوبه اعلان كړه  د كومي مقصد چې  د شارك مخ په كمېدو  وداني بحالول او د مچي مارۍ  تل پاتي انتظام باوري كول دي۔ جنېد انور چوهدري تر مخه   د شارك د تحفظ و انتظام  دا قامي منصوبه د كال …

اسلام آباد۔ 8 ستمبر (اے پي پي)  د بحري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انور چوهدري  د شارك مهي تحفظ  او ښه انتظام لپاره د پاكستان وړومبۍ 10 كلنه  قامي منصوبه اعلان كړه  د كومي مقصد چې  د شارك مخ په كمېدو  وداني بحالول او د مچي مارۍ  تل پاتي انتظام باوري كول دي۔ جنېد انور چوهدري تر مخه   د شارك د تحفظ و انتظام  دا قامي منصوبه د كال 2025 نه تر 2035 پورې درې پړاونه لري ۔ ميرين فشرېز ډېپارټمنټ به په دې عمل درآمد كوي  او  د اړوندو ادارو  قامي مشاورتي كمېټي به نګراني كوي۔  ده ووئېل  د منصوبې وړومبو 5 كلونو لپاره به نزدې 38 لاكهه نه تر 50 لاكهه ډالر پكار وي  د كومو تر لاسه كولو لپاره به چې سركاري بجټ ٬ نړيوالو عطيه كوونكو  او د شخصي څانګې نه به  مرسته تر لاسه كولې شي۔ د منصوبې تر مخه به  د شارك  آبادۍ  او پانګو نګراني٬  د مهيانو پرېښودو د ځايونو كتنه  ٬ د بېړيو د نګرانۍ نظام  لګولو  او د مچې مارۍ په مهال  په حادثاتي توګه  د نيولے كېدونكو شارك  مرګونه كمولو  لپاره ګامونه اغستلې شي۔  د منصوبې به هر درې كاله پس يو جامع جاج هم اغستلے شي ٬ په منصوبه كښې به په غېر قانوني توګه د شارك  وزرې پرېكولو ٬   د مهمو سمندري  سيمو تحفظ ٬ د شارك په اړه  تحقيق او د معلومات  نظام ښه كولو  سره د مچي مارۍ په قوانين  عمل درآمد موثر كولو ته پام لرنه كولې شي

مزید خبریں