اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په سعودي عرب كښې وګړي او د توان تنصيبات په نخښه كوٶنكو د حوثيانو د بزدلانه بريد غندنه كړې چې په نتيجه كښې ئې يو شمېر كسان ژوبل شول ۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان د خادم الحرمين الشريفين او سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود، ولي عهد شهزاده …
وزيراعظم محمد شهباز شريف په سعودي عرب كښې وګړي او د توان تنصيبات په نخښه كوٶنكو د حوثيانو د بريد غندنه وكړه

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په سعودي عرب كښې وګړي او د توان تنصيبات په نخښه كوٶنكو د حوثيانو د بزدلانه بريد غندنه كړې چې په نتيجه كښې ئې يو شمېر كسان ژوبل شول ۔ د نهې په ورځ خپل اېكس پوسټ كښې وزيراعظم ووئيل پاکستان د خادم الحرمين الشريفين او سعودي عرب فرمانروا شاه سلمان بن عبدالعزيز آل سعود، ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان او د سعودي خپلو وروڼو سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونه كوي۔ ده ووئيل دغې بزدلانه بريد نه يوازې د بې ګناه وګړو ژوند په خطر كښې اچولے بلكې سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره هم سنګين خطر لري۔ وزيراعظم ووئيل مونږ د سعودي عرب د خپلواكۍ، سلامتيا او سيمه ايزې سلامتيا لپاره د خپل مستقل ملاتړ پخلے كوٶ او په بريد كښې د ژوبل شوو زر روغتيا لپاره لاس په دعا يو۔









