لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان نيوي ډے په موقع د پاك بحريه افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

اسلام آباد 08 ستمبر  (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان نيوي ډے په موقع د پاك بحريه افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هېواد بحري پولو،ساحلي سلامتيا او د قامي ګټې تحفظ كښې د هغوي كردار ستائيلے دے۔په خپل پيغام كښې لنډ مهاله صدر ووئيل پاكستان نيوي ډے د پاك بحريه مړاني ، قربانيو او پيشه وره صلاحيتونو يادولو ورځ ده۔ده …

اسلام آباد 08 ستمبر  (اے پي پي) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د پاكستان نيوي ډے په موقع د پاك بحريه افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هېواد بحري پولو،ساحلي سلامتيا او د قامي ګټې تحفظ كښې د هغوي كردار ستائيلے دے۔په خپل پيغام كښې لنډ مهاله صدر ووئيل پاكستان نيوي ډے د پاك بحريه مړاني ، قربانيو او پيشه وره صلاحيتونو يادولو ورځ ده۔ده ووئيل 1965ء جنګ په مهال پاك بحريه د غير معمولي مړاني او تګلاري مظاهره كولو سره د هېواد د بحري حدود د دفاع عزم ثبوت وړاندې كړې۔د ګل په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې سيد يوسف رضا ګيلاني آپريشن سومناتھ د پاك بحريه تګلارې، مړانې او پيشه وره پوهي يو ښكاره مثال ګرځولو سره ووئيل دې عملياتو كښې د دښمن دفاعي صلاحيتونو ته لوي زيان رسيدلے او دا د هېواد د ملكي دفاعي تاريخ يو د فخر وړ باب دے،ده ووئيل د تيرو كلونو په مهال د پاك بحريه يو جديد او همه جهت بحري قوت په توګه ترقي كړې ده كوم چې په دفاعي او سيمه ايزې كچه  د رامخې ته شوو نوو چيلنجونو مخنيوي صلاحيت لري۔لنډ مهاله صدر له مخې پاك بحريه يواځې د هېواد د بحري پولو تر دفاع محدود نه  ده بلكه بحري سلامتيا،  د سمندري تجارتي لارو تحفظ، نړيوال امن مشنز او د قدرتي آفتونو په مهال انساني مرسته كښې هم مهم كردار ترسره كوي۔ده ووئيل معركه حق او  د آپريشن بنيان مرصوص په مهال هم پاك بحريه د هېواد ساحلي او بحري پولو تحفظ لپاره بشپړ چمتوالے برقرار ساتلے دے۔سيد يوسف رضا ګيلاني د هېواد  دفاع كښې د خپلو ځانونو قرباني وركوونكو د پاك بحريه شهيدانو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل قام به د دوي قربانۍ عمر له يادې ساتي۔

مزید خبریں