د پاكستان سمندري پوځ د وطن دفاع او سمندري پولو ساتنې له تل د عزم ٬ مړانې او پېشه وره صلاحيت څرګندونه كړې ده : د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاك سمندري پوځ شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي  پاك بحريه د وطن دفاع او د هېواد د سمندري پولو ساتنې له تل د عزم ٬ مړانې او پېشه وره صلاحيت څرګندونه كړې ده۔ د سمندري پوځ ورځ په موقع خپل پېغام كښی ده ووئيل دا ورځ مونږ ته د سمندري …

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق د پاك سمندري پوځ شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي  پاك بحريه د وطن دفاع او د هېواد د سمندري پولو ساتنې له تل د عزم ٬ مړانې او پېشه وره صلاحيت څرګندونه كړې ده۔ د سمندري پوځ ورځ په موقع خپل پېغام كښی ده ووئيل دا ورځ مونږ ته د سمندري پوځ د هغه مېړنو فرزندانو قربانۍ او خذمات رايادوي كومو چې د وطن په دفاع ځانونونه قربانولو له وړاندې كړل۔ سپیکر ووئيل د كال 1965ء جنګ كښی آپرېشن دوار د پاك بحريه تر ټولو روښانه باب دے په كوم كښې چې د دښمن مهم ساحلي تنصيبات او رېډار سټېشن په نخښه كړے شول ۔ ده ووئيل د دغه جنګ په مهال آبدوز غازی په بحري محاذ خپلې آپرېشنل ذمه وارۍ په بشپړ ډول ترسره كولو سره د دښمن بحري نقل وحركت محدود وساتلو۔ سپیکر ووئيل د معركه حق په مهال هم پاك بحريه د سمندري پولو تحفظ او قامي دفاع لپاره خپلې ذمه وارۍ ترسره كړې۔ ده ووئيل د چیف آف نېول سټاف اېډمرل نوید اشرف په مشرۍ كښې پاک بحریه د پېشه ور مهارت ٬ عزم او مړانې څرګندونې كولو سره د هېواد دفاع او سلامتيا كښې بشپړ كردار ترسره كړو۔ سپیکر سردار ایاز صادق ووئيل د پاكستان په معيشت ٬ تجارت او تزويراتي سلامتيا كښې د سمندري لارو د بنيادي اهميت له امله د پاك بحريه كردار زيات مهم دے۔ ده ووئيل ټول قام د پاك بحريه شهيدانو ٬غازيانو او مېړنو ځوانانو ته سلام كوي او د هغوي قربانيو او خذماتو ته د قدر او احترام په سترګه ګوري۔ ده دعا وكړه چې پروردګار دې شهيدانو له لوړې درجې وركړي۔ سپيكر هېواد لپاره د امن ٬ سلامتيا ٬ پرمختګ او سوكالۍ دعا هم وكړه۔

مزید خبریں