اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حکومت د يو برابر ، جامع او د معياري تعليم باوري كولو عزم لري٬ خواندګي د انفرادي او د قامي ژوند معيار ټاكلو او په هره څانګه كښې د پرمختګ او سوكالۍ تعينولو كښې كليدي كردار لري۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميديا ونګ لخوا د خواندګۍ نړيوالې ورځ په موقع جاري پېغام كښې وزيراعظم …
حکومت يو برابر، جامع او د معياري تعليم باوري كولو عزم لري۔ د خواندګۍ نړيوالې ورځ په موقع د وزيراعظم محمد شهباز شريف پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي حکومت د يو برابر ، جامع او د معياري تعليم باوري كولو عزم لري٬ خواندګي د انفرادي او د قامي ژوند معيار ټاكلو او په هره څانګه كښې د پرمختګ او سوكالۍ تعينولو كښې كليدي كردار لري۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميديا ونګ لخوا د خواندګۍ نړيوالې ورځ په موقع جاري پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د خواندګۍ نړيوالې ورځ په موقع پاكستان نړۍ سره په يو غږ د علم او تدريس جذبې او د زده كړې طلب ته پېرزوئنې وړاندې كوي، خواندګي په انفرادي او د قامي ژوند د معيار ټاكلو او په هره څانګه كښې د پرمختګ او سوكالۍ اړخ تعين كښې كليدي كردار لري۔ ده ووئيل سږ كال د خواندګۍ نړيوالې ورځ د ” افراد ، كره ارض او خوشحالۍ لپاره خواندګي” په سرخط لمانځلې كېږي٬ خواندګي خلق اختيار منده او باشعوره كوي دغسې چې د معاشرتي ترقۍ تل پاتې منزل سر كړے شي، د خواندګۍ وده او تعليم و تدريس كښې شريكه مرسته د شك نه غېر زمونږ انفرادي ، قامي او نړيواله پام لرنه پكار ده دغسې چې د نوع انسان شريكو مفاداتو او سولئيز سباٶن په څېر مثبت اقدارو ته وده وركړې شي۔ ده ووئيل د تعليمي چوكاټ نه د بهر ماشومان سكولونو كښې داخلولو لپاره وفاقي حکومت خاص پروګرام پېل كړے دے ٬ په دې لړ كښې د دانش سکولز په څېر اقدامات د دې عزم عكاسي ده چې د يو ماشوم لپاره د معياري تعليم ترلاسه كولو انحصار د ھغه په سماجي و معاشي حالاتو نه دے پكار ، ده ووئېل مستحق او د پسمانده طبقو ماشومانو ته په خاص توګه يتيمانانو ته وړيا او معياري تعليم وركولو لپاره به دا اداره د صلاحيتونو ودې ، باور پيدا كولو او د ښه سباون په لارو هوارولو كښې مرستياله ثابتېږي٬ داسې هڅې معياري تعليم د سماجي ترقۍ او قامي شموليت ذريعه جوړولو لپاره زمونږ د عزم عكاس دي۔ ده ووئيل د خواندګۍ ميوو څخه مستفيد كېدو لپاره د مېرمنو تعليم او خپلواكه جوړولو ته خاص پاملرنه كول هم ضروري ده ٬ د هېواد جامع پرمختګ په دې خبره كښې دے چې مېرمنو ته د خپلو صلاحيتونو ځلولو او په قامي ترقۍ كښې د كردار لوبولو يو برابر موقعې ترلاسه وي، ده ووئېل د خواندګۍ ښې شرح او د تعليم معياري نظام په څېر قامي مقصد لپاره حکومت، تعليمي ادارو، زده كوونكو، استاذانو، مور و پلار، سول سوسائټۍ، پرمختيائي شراکت دارو ، نجي څانګې او ميډيا له به شريكې مرستې او په يو كېدو سره موثره كردار لوبول وي۔ ده ووئيل راځۍ چې مونږ عزم وكړو چې د قام په حېث به خپل نوي كول به د علم په رڼا منور كړٶ او پرمختګ كړؤ ښائسته ٬ خوشحال، کمال لرونكے سباٶن به باوري كړو









