اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاك بحريه شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د اتم ستمبر 1965 جنګ په مهال د پاك بحريه د ښودلي عزم، شجاعت او ثابت قدمۍ يادګېرنه كول د وياړ وړ او جذبې ورځ ده٬ د كال 2025 په معركه حق كښې هم پاك بحريه د ھغه جذبې او اعليٰ عملي چمتوالي څرګندونه كړې٬ زه …
پاك بحريه په جرات، عزت و وقار او امتياز سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د بحريه ورځ په موقع پېغام

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د پاك بحريه شهيدانو او غازيانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلي دي د اتم ستمبر 1965 جنګ په مهال د پاك بحريه د ښودلي عزم، شجاعت او ثابت قدمۍ يادګېرنه كول د وياړ وړ او جذبې ورځ ده٬ د كال 2025 په معركه حق كښې هم پاك بحريه د ھغه جذبې او اعليٰ عملي چمتوالي څرګندونه كړې٬ زه باور لرم چې پاك بحريه به خپل غوره روايات په ځائے ساتلو سره به په جرات، عزت و وقار او امتياز سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي۔ د ګل په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د بحريه ورځ په موقع خپل جاري پېغام كښې وزيراعظم ووئيل د پاك بحريه ورځ په موقع زه د پاك بحريه افسرانو، ځوانانو او اهلكارو سره سره د دوي كورنيو ته مباركي وركوم٬ په نننۍ تاريخي ورځ مونږ د پاك بحريه شهيدانو، غازيانو، پخوانو اهلكارو او موجوده افسرانو او ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كوٶ چا چې د خوږ هېواد دفاع لپاره خپل ځانګړي خدمات ترسره كړي او نن هم په جرات، قربانۍ او د فرض شناسۍ د جذبې سره خپله فريضه ترسره كوي۔ ده ووئيل د اتم ستمبر 1965 جنګ په مهال د پاك بحريه د عزم، شجاعت او ثابت قدمۍ ښودولو يادونه د وياړ وړ او د جذبې ورځ ده٬ په دې ورځ پاك بحريه د هند بحري تنصيب دواركا په ضد تاريخي آپريشن ’سومناتھ‘ په كاميابۍ سره ترسره كړے ؤ ٬ د يو لوي او زيات وسله لرونكي دښمن په مقابل كښې زمونږ سمندري بېړيو ډېر په ښه ډول كارروائي كولو سره د دښمن مهم ساحلي تنصيبات تباه كړي او د سمندر نفسياتي بريا ئې قائم كړې وه ٬ ده ووئېل په بحر هند كښې زمونږ د آبدوز ’غازي‘موجودګي د دښمن نقل و حركت زيات مفلوج كړے او د سمندري جنګ په تاريخ كښې ئې يو ځالانده باب رقم كړے۔ ده ووئيل د كال 2025 په معركه حق كښې هم پاك بحريه د ھغه جذبې او اعليٰ عملي چمتوالي څرګندونه كړې چې په سبب ېې عددي بريا لرونكي دښمن په سمندر كښې د هر ډول جارحانه كارروائۍ څخه ډډه كړې، موجوده تزويراتي منظرنامه كښې د پاك بحريه ذمه وارۍ څو چنده زياتې شوې دي٬ ده ووئېل پاك بحريه زمونږ د نړيوالو بحري مواصلاتي لارو او د تجارت لپاره مهمو بحري لارو تحفظ كښې كليدي كردار لوبولے۔ د آبنائے هرمز اوسني د تاٶ تريخوالي صورتحال او د سمندري هلو ځلو د ستونزو تر مخه پاك بحريه يو ځل بيا په خپل عزم د سيمه ايزې سلامتيا د خرابېدونكي صورتحال باوجود د پاكستان بېرغ لرونكو تجارتي بېړيو په خاص توګه د پټروليم مصنوعاتو بېړيو د كوم تعطل نه غېر تګ راتګ باوري كړے ۔ وزيراعظم ووئيل د روايتي سلامتيا تقاضو نه پرته پاك بحريه ګرده نړۍ كښې د پاكستان په زړه پورې او سوله ايز شناخت ته ودې وركولو كښې هم فعاله كردار لوبوي٬ ده ووئېل د ’امن‘ مشق او ’امن ډائيلاګ‘ په څېر د اقدامات مقصد نړيواله سمندري ورورولي د ’امن لپاره يو موټے كول” دي٬ ده ووئيل حكومت او د پاكستان اولس د پاك بحريه د وظيفائي صلاحيت، نظم و ضبط او په عملي چمتوالي بشپړ باور لري٬ زه باور لرم چې پاك بحريه به په جرات، عزت و وقار او امتياز سره خپلې ذمه وارۍ ترسره كوي









