اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي په 8 ستمبر مونږ د يو وقار او هسك سر لرونكې قام په حیث سره د بحريه ورځ لمانځو،زه د پاك بحريه ټولو افسرانو، سیلرز او سویلین اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كوم د كومو په عزم، بهادرۍ او پېشه وره پوهې چې عمر له د قام سر په وياړ هسك شوے ۔د بحريه ورځ په موقع …
د پاك بحریه عزم، بهادرۍ او پېشه ورې پوهې عمر له د قام سر په وياړ هسك كړے ۔ د صدر آصف علي زرداري د بحريه ورځ په موقع پيغام

مزید خبریں
اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي) صدرِ مملکت آصف علي زرداري وئيلي دي په 8 ستمبر مونږ د يو وقار او هسك سر لرونكې قام په حیث سره د بحريه ورځ لمانځو،زه د پاك بحريه ټولو افسرانو، سیلرز او سویلین اهلکارو ته پيرزوئنې وړاندې كوم د كومو په عزم، بهادرۍ او پېشه وره پوهې چې عمر له د قام سر په وياړ هسك شوے ۔د بحريه ورځ په موقع د ایوان صدر پرېس ونګ د اړخه جاري پیغام كښې صدر مملکت ووئيل د 8 ستمبر 1965 په نيمه شپه په لويې حفاظتي حصار كښې د هند بحريه د ساحلي تنصیب دوارکا په ضد د پاك بحريه آپریشن سومناتھ مونږ ته د خپلي بحريه زرين ماضي رايادوي،دغه آپریشن نه يواځې د پاك بحريه د بهادرۍ او ثابت قدمۍ څرګندونه وه بلكه دوي په يو داسې وخت كښې د يو قوي قوت بنياد اېښودلو كښې هم مهم كردار ترسره كړو كوم چې د خود اعتمادۍ او دښمن په زړه كښې د يري پيدا كولو غیر متزلزل عزم څخه ډك ؤ او د هېواد بحري دفاع لا قوي كولو له لوظي وؤ۔ده ووئيل د 1965 د دغه تاریخی پېښو نه پس پاك بحريه د خپلو بحري پولو دفاع كښې د دغه جذبې شجاعت او عزم برقرار ساتلے۔ د معرکه حق په مهال مئی 2025 كښې پاك بحريه د خپل آپریشنل چمتوالي او پیشګی تعیناتو د لارې د پاکستان د بحريه د ګټې تحفظ كښې مهم كردار ترسره كړے۔د دې په نتيجه كښې د عددی برتري لرونكې د هند بحريه په قابو كښې وساتلې شوه او هغوي له ئې د پاکستان بحري سلامتیا خطر سره د مخ كولو كومه موقع ورنه كړه ۔صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل اوسنيو كښې مينځني ختيز كښې رواني د شخړې په مهال هم پاك بحريه د آپریشن محافظُ البحر د لارې د قامی سلامتیا تحفظ لپاره د خپل عزم او ذمه وارۍ مظاهرہ كړې ۔ ده ووئيل پاك بحريه د هېواد د توان سلامتيا او اقتصادي شه رګ تحفظ كښې په زړه پوري كردار ترسره كولو سره ضروري سمندري ذريعو څخه د توان وركړې تسلسل باوري كړے ۔ ده ووئېل پاك بحريه د جديد دور تکنیکی پرمختګ سره په همغږۍ لرلو خپل صلاحیتونه هم په جدید ډول روان ساتلي، د جدیدو جنګي بحري بيړيو ، تزویراتي اهمیت لرونكو هنګور کلاس آبدوز، جیټ الوتكو، د پائلوټ نه لرونكې نظام او په ځائې توګه د جوړو شوو تر لرې د وېشتونكو توغندو شمولیت د دې خبري عكاسي كوي چې پاك بحريه يو جدید او د مؤثره بحري قوت برقراره ساتلو له لوظي ده كومه چې د پاکستان د بحري ګټې د تحفظ بشپړ صلاحیت لري۔صدر مملکت ووئيل قامي سلامتیا او زمونږ د سمندري حدود سلامتيا باوري كولو نه علاوه پاك بحريه بحري سفارتکارۍ او د سيمه ايزي سلامتيا وده كښې هم فعاله کردار ترسره كوي،ګڼ اړخيزه بحري مشق امن او د امن ډائیلاګ د لارې پاك بحريه ’’امن كيلئے ساته ساته‘‘ په سرخط نړيوالي مرستي ته وده وركوي۔ صدر مملکت ووئيل پاك بحريه د قامي او سيمه ايزو بيړني حالاتو په مهال د باور وړ ’’فرسټ رسپانډر‘‘ په توګه خدمات ترسره كولو سره مهمي بشري مرستې او د آفتونو د زيان مخنيوي لپاره د مرستې هلو ځلو كښې هم بشپړ كردار ترسره كړے۔صدر مملکت آصف علي زرداري ووئيل كله چې مونږ پیچلو بحري چیلنجونو سره مخ كيږو نو زه د وسله والو ځواكونو پرله پسې جدید کارۍ او د كار استعدادِ زياتولو لپاره د ریاست د غیر متزلزل عزم پخلے كوم،زه په پاك بحريه بشپړ باور لرم او د خپلو اعلیٰ پیشه وره اقدارو او تکنیکی برترۍ سره سره به دوي د بهادرۍ ، وقار او پېشه وره پوهي د لارې د پاکستان د بحري ګټوو تحفظ دوامداره ساتي۔











