د پاك بحريه مېړنو زامنو ته سلام ٬ 8 ستمبر د دوي د عظيمو قربانو ٬ شجاعت او د ځانګړو كارنامو  يادګېرنه كوي ٬ محسن نقوي

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)  د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نيوي ورځې په موقع د پاك بحريه افسرانو او ځوانانو ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي 8 ستمبر د  پاك بحريه د مېړنو زامنو د  عظيمو قربانو ٬ شجاعت او د ځانګرو كارنامو يادګېرنه كوي٬  داخله وزير خپل پېغام كښې ووئېل  د پاك بحريه د جانبازانو  وظيفاِئې صلاحيتونه ٬  مړانه او …

اسلام آباد 08 ستمبر (اے پي پي)  د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د نيوي ورځې په موقع د پاك بحريه افسرانو او ځوانانو ته په غوره ټكو پېرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي 8 ستمبر د  پاك بحريه د مېړنو زامنو د  عظيمو قربانو ٬ شجاعت او د ځانګرو كارنامو يادګېرنه كوي٬  داخله وزير خپل پېغام كښې ووئېل  د پاك بحريه د جانبازانو  وظيفاِئې صلاحيتونه ٬  مړانه او قربانۍ د قام لپاره د وياړ دي او ټول قام  خپلو غازيانو  او شهدا ته سلام كوي ۔ ده ووئېل د 8 ستمبر 1965   ورځ  د بحريه د تاريخ سازو كاميابو يو زرين باب دے  چې كله د بحره د زمري زړونو لرونكو ځوانانو  د خپلو سمندري  سرحدونو  د نه تسخير كېدونكې دفاع لپاره  تاريخ رقم كړو۔  محسن نقوي د آپرېشن دواركا ذكر كولو سره ووئېل  په دغه تاريخي معركه كښې پاك بحريه د دښمن غرور خاورې كړو  او د 1965 په جنګ كښې يې مخالف له خله ماتې ځواب وركړو۔ ده ووئېل په معركه حق كښې  د پاك بحريه چمتوالے  او چټګ پاتي كېدو  له امله دښمن په كراچۍ د بريد جرات ونه كړے شو۔  وفاقي وزير ووئېل  پاك بحريه د هېواد د سمندري حدود اصل  محافظ ده او د دې ځوانانو په هر ازمېښت  او چېلنج كښې د هېواد دفاع لا مضبوطه كرې۔ ده ووئېل د بحريه  جديد جنګي صلاحيتونه او اعلې وظيفائي معيار نه يوازې د ستائنې جوګه دے  بلكې د پاك بحريه د شهدا عظيمې قربانۍ  د ټول قام لپاره  يوه قيمتي اثاثه ده  كومه چې كله هم هېرېدې نشي۔

مزید خبریں