اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د 31 اګست نه تر 3 ستمبر 2026 په مهال رياض كښې د نړيوالې ټيكنالوجۍ په نندارتون "ليپ 2026" كښې د ګډون كاميابه دوره بشپړه كړې ده٬ په دې نندارتون كښې د پاكستان "ټيك ډيسټي نيشن پاكستان" برانډ د هېواد قامي نمائندګي كړې چې پكښې د پاكستان ډيجيټل صلاحيتونه، جدت او …
د آئي ټي وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د سعودي عرب دوره تر سره شوه ، ليپ 2026 كښې د ګډون پشمول مهم ملاقاتونه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د انفارميشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وفاقي وزيرې شزه فاطمه خواجه د 31 اګست نه تر 3 ستمبر 2026 په مهال رياض كښې د نړيوالې ټيكنالوجۍ په نندارتون “ليپ 2026” كښې د ګډون كاميابه دوره بشپړه كړې ده٬ په دې نندارتون كښې د پاكستان “ټيك ډيسټي نيشن پاكستان” برانډ د هېواد قامي نمائندګي كړې چې پكښې د پاكستان ډيجيټل صلاحيتونه، جدت او د ټيكنالوجي ماحولياتي نظام (ايكو سسټم) وړاندې كړے شوے او مهمه سرمايه كاري، شراكت داري او نړيوال پام ئې ترلاسه كړے ٬ د دورې په مهال وفاقي وزيرې د “ټيك ډيسټي نيشن پاكستان پويلين” پرانسته وكړه او “مونږ يو ډيجيټل قام څنګه جوړ كړو” په سرخط يې كليدي وېنا وكړه ٬ په دې موقع وفاقي وزيرې مهم دوه اړخيزه ملاقاتونه هم وكړل ٬ وفاقي وزيرې د الجزائر، بارباډوس، ايسواتيني او سيريا وزيرانو سره سره د ډيجيټل كوآپريشن آرګنائزيشن سيكرټري جنرل ديمه اليحيٰ سره د “ترقۍ نظم و ضبط: اے آئي په دور كښې انسان دوسته ډيجيټل معيشتونه جوړولو” په عنوان په پېنل مباحثه كښې هم ګدون وكړو ۔ د كنفرنس په مهال وفاقي وزيرې يو شمېر د لوړې كچې دوه اړخيزه ملاقاونه وكړل چې پكښې د سعودي عرب د مواصلات و انفارميشن ټيكنالوجي وزير عبدالله السواحه، د الجزائر نالج اكانومي لپاره وزير، اسټارټ اپس و مائيكرو انټرپرائز ډاكټر نورالدين واداح، د سوئيلي كوريا سائنس و آئي سي ټي وزير بائے كيونګ هون، د ډيجيټل كوآپريشن آرګنائزيشن سيكرټري جنرل ديمه اليحيٰ، د نيشنل ټيكنالوجي ډويلپمنټ پروګرام سي اي او ابراهيم نياز، د سعودي ډيټا اينډ آرټيفيشل انټيلي جنس اتھارټۍ صدر عبدالله بن شرف الغامدي، د نيشنل سائبر سكيورټي اتھارټي ګورنر انجينئر ماجد بن محمد المزياد، د ګو ټيلي كام سي اي او يحييٰ صالح المنصور، د موزن سي اي او ډاكټر محمد الحسين او د منشآت (Monsha’at) ډپټي ګورنر سعود خالد الصبحان شامل دي۔ د دورې په مهال د پاكستان د انفارميشن ټيكنالوجي و ټيلي كميونيكيشن وزارتِ او د سعودي عرب نيشنل سائبر سكيورټي اتھارټي ترمېنځه په اېم او يو لاسليك وشو چې مقصد ېې د رامخې ته كېدونكو سائبر خطرو مخه نيوي لپاره مهارت او د ښې تګلارې د تبادلې د لارې دوه اړخيزه سائبر سكيورټي مرسته قوي كول ده ۔











