د خزاني وفاقی وزیر په مشرۍ كښې غونډه، پاسکو او یوټیلیټی اسټورز په بنديز د پیش رفت جاج واخستلے شو

  اسلام آباد 07 ستمبر  (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب د یوټیلیټی سټورز كرپوریشن په اړه د اورېدونې لاندې  د مقدمو نوټس اغستو سپارښتني سره ووئيل د كرپوریشن بنديز عمل سره سره ټولي قانونی، مالي او انتظامي تقاضې به هم پوره كولې شي۔ده دا خبره د ګل په روځ پاکستان ایګریکلچرل سټوریج اینډ سروسز كرپوریشن (پاسکو) او  د یوټیلیټی سټورز كرپوریشن (یو ایس …

 

اسلام آباد 07 ستمبر  (اے پي پي) د خزانې او محصولات وفاقی وزیر سینیټر محمد اورنګزیب د یوټیلیټی سټورز كرپوریشن په اړه د اورېدونې لاندې  د مقدمو نوټس اغستو سپارښتني سره ووئيل د كرپوریشن بنديز عمل سره سره ټولي قانونی، مالي او انتظامي تقاضې به هم پوره كولې شي۔ده دا خبره د ګل په روځ پاکستان ایګریکلچرل سټوریج اینډ سروسز كرپوریشن (پاسکو) او  د یوټیلیټی سټورز كرپوریشن (یو ایس سی) بنديز عمل كښې  په پیش رفت او د دې عمل بشپړولو لپاره  د پكار اقدامات جاج اغستو غونډه كښې وكړه۔ د خزاني وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې د ګل په ورځ په شوي غونډه كښې د یوټیلیټی سټورز رپوریشن بنديز عمل كښې تر اوسه په شوي پیش رفت تفصیلی بریفنګ وركړے شو۔ بریفنګ كښې د منظور شوي ملازمانو په سیورنس پیکیج عملدرآمد، د تصدیق شوي وینډر واجبات د وركولو  ، سټاك بيرته وركولو او د تلف كولو دغسې د اثاثو او املاك انتظام په اړه د اقدامات جاج هم واخستلے شو ۔ غونډي ته ووئيل شول  د ملازمانو ادائیګیو او تصدیق شوې واجبات وركولو په معامله كښې پیش رفت شوے او دې مقصد لپاره ضروری آډټ او تصدیقی نظام هم وضعه کړے شوے۔۔غونډي ته ووئيل شول  د وینډرز واجبات ادائیګۍ كښې هم په زړه پوري پیش رفت شوے ۔ د تصدیق شوو کلیمز جانچ پړتال بشپړولو نه پس ادائیګۍ شوې۔په غونډه كښې د قومی غذائی تحفظ و تحقیق وزارت وفاقی سیکرټری، د  صنعت و پیداوار وزارت وفاقی سیکرټری،د پاسکو او یوټیلیټی سټورز رپوریشن استازو پشمول د اړوندو وزارتونو او ډويژنو سینئر چارواكو ګډون وكړو۔

مزید خبریں