لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني اسلام آباد سټاك اېكسچېنج ټاورز كښې د”فاؤنډرز وال” پرانسته وكړه

  اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د ګل په ورځ په اسلام آباد سټاك اېكسچېنج ټاورز كښې د "فاؤنډرز وال" پرانسته وكړه او د ادارې بنياد اېښودونكو او نورو مهمو شخصياتو ته يۍ درناوې وړاندې كړو۔ په دې موقع لنډ مهاله صدر د پاکستان کېپټل مارکیټس لا مضبوطولو ، سرمايه كارۍ كښې د اولس ګدون زياتولو او كاروباري څانګه كښې د اېكوټي زيات نه …

 

اسلام آباد۔7ستمبر(اے پی پی) لنډ مهاله صدر سيد يوسف رضا ګيلاني د ګل په ورځ په اسلام آباد سټاك اېكسچېنج ټاورز كښې د “فاؤنډرز وال” پرانسته وكړه او د ادارې بنياد اېښودونكو او نورو مهمو شخصياتو ته يۍ درناوې وړاندې كړو۔ په دې موقع لنډ مهاله صدر د پاکستان کېپټل مارکیټس لا مضبوطولو ، سرمايه كارۍ كښې د اولس ګدون زياتولو او كاروباري څانګه كښې د اېكوټي زيات نه زيات كارولو په حاجت زور راوړو۔ سید یوسف رضا ګیلانی ووئيل ما د پاكستان وزيراعظم په حېث پخپله  د آئی اېس ای ټاورز پرانسته كړې وه۔ ده د ارواښاد احسان الحق پراچه خذمات ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې چا چې د شهيدې محترمې بېنظير بھټو په حكومت كښې د خزانې د وزير مملكت په حېث په كال 1989 كښې د اسلام آباد سټاك اېكسچېنج په جوړولو كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده د اسلام آباد سټاك اېکسچېنج اولني بورډ آف ډائرېكټرز ته هم پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دستورې ته خطاب كښې لنډ مهاله صدر ووئيل فاؤنډرز وال د پاكسان د كېپټل ماركيټس اداره جاتي تاريخ او ياداشت محفوظ ساتلو علامت دے۔ سید یوسف رضا ګیلانی ادارې سره د خپل پېوستون ذكر كولو سره ووئيل د وزيراعظم په حېث ماته د آئي اېس اي ټاورز د بنياد تيګې كېښودو درناوې ترلاسه شوے ؤ ۔ لنډ مهاله صدر د پاكستان سټاك اېكسچېنج مشرتابه له د اسلام آباد سټاك اېكسچېنج بنياد اېښودونكو ته پېرزوئنې وړادې كولو له د “فاؤنډر وال” جوړولو په اقدام مباركي وركولو سره ووئيل خپل مشران ياد ساتل د مېچور او مستقبل شناس ادارې علامت دے۔ په خپل خطاب كښې يوسف رضا ګيلاني اولس له د پاكستان ایئر فورس ډے مباركي هم وركړه۔ دې څخه وړاندې لنډ مهاله صدر په فيته پرې كولو د” فاؤنډرز وال” پرانسته وكړه۔ هغه د چیئرمېن هارون احسان پراچه لخوا بريفنګ كښې ګډون هم وكړو او بورډ آف ډائرېكټرز ته يۍ خطاب وكړو

مزید خبریں