اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي چين د پاكستان مخلص ملګرے دے، په هر آزمېښت كښې يې د پاكستان ملګرتيا كړي،دا اوس په مونږ انحصار لري چې دې ملګرتيا څخه څومره ګټه پورته كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ده د ګل په ورځ د ايمپيك سټريټيجيز چائنا ډيسك رپورټ اجراء دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل سي …
چين د پاكستان مخلص ملګرے دے، په هر آزمېښت كښې يې د پاكستان ملګرتيا كړې ۔قيصر احمد شيخ

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د سرمايه كارۍ بورډ وفاقي وزير قيصر احمد شيخ وئيلي دي چين د پاكستان مخلص ملګرے دے، په هر آزمېښت كښې يې د پاكستان ملګرتيا كړي،دا اوس په مونږ انحصار لري چې دې ملګرتيا څخه څومره ګټه پورته كوو۔د دې خيالاتو څرګندونه ده ده د ګل په ورځ د ايمپيك سټريټيجيز چائنا ډيسك رپورټ اجراء دستوري ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل سي پيك منصوبو ته په ماضي كښې لوي زيان رسيدلے خو اوسني حكومت د چين پشمول د ټولي نړۍ سرمايه كارو له ښه ماحول او سهوليات وركوي۔چائنا ګلوبل پروفيشنل ټيكنيكل سرټيفكيشن چيئرپرسن ګلمينه بلال ووئيل د چين نوے نسل آئي ټي، توان ، روبوټكس، بائيوميډيسن، هائي اينډ آلات، ايوي ايشن او ايرو سپيس پشمول 8 سټريټجكي څانګو دغسې كوانټم ټيكنالوجي، بائيو مينوفيكچرنګ، هائيډروجن و فيوژن انرجي، برين كمپيوټر انټرفيس او 6G پشمول د سباؤن صنعتونو ته پام لرنه كوي۔ پاكستان له به دغه څانګو سره سره د نړيوال معيار تكنيكي پوهه لرونكي افرادي قوت جوړولو ته پام لرنه كول وي۔ايمپيك سټريټيجيز چائنا ډيسك نوي پاليسي پيپر ’’انډرسټينډنګ چائنا: چائنا اكانومي اينډ انډسټريل پاليسي‘‘ كښې تجويز وړاندې شوے چې پاكستان له به زياتې معاشي ګټې ترلاسه كولو لپاره د چين بدلو شوو معاشي و صنعتي ترجيحات له مخې خپل اداره جاتي صلاحيت ښه كول وي۔











