تهران ۔7ستمبر (اے پی پی) د ایران په پايه تخت تهران کښې د پاکستان دفاع او شهیدانو ورځې په مناسبت سره یوه دستوره وشوه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې په ایران کښې د پاکستان سفیر عمران احمد صدیقي د پاکستان د وسله والو ځواکونو قربانیو ته درناوې وړاندې كړو۔ سفیر ووئیل پاکستان د اختلافاتو حل او باور لپاره سفارتكاري او خبرې اترې غوره لاره ګڼي۔ هغه ټینګار وکړو چې پاکستان خپلې خپلواکۍ …
پاكستان به د خپلې خپلواكۍ ٬ سندھ طاس مهمو آبي سرچينو پشمول د خپلو ټولو حقونو او د قامي ګټې تحفظ روان ساتي: پاكستانې سفير عمران احمد صديقي

مزید خبریں
تهران ۔7ستمبر (اے پی پی) د ایران په پايه تخت تهران کښې د پاکستان دفاع او شهیدانو ورځې په مناسبت سره یوه دستوره وشوه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې په ایران کښې د پاکستان سفیر عمران احمد صدیقي د پاکستان د وسله والو ځواکونو قربانیو ته درناوې وړاندې كړو۔ سفیر ووئیل پاکستان د اختلافاتو حل او باور لپاره سفارتكاري او خبرې اترې غوره لاره ګڼي۔ هغه ټینګار وکړو چې پاکستان خپلې خپلواکۍ ته د پېښ هر ډول چېلنج مقابلې له چمتو دے او د سندھ طاس د مهمو آبي وسائلو په شمول به د خپلو حقونو او ملي ګټې ساتنه کوي۔ هغه زیاته کړه چې ملي امنیت یوازې تر روايتي امنيت محدود نه دے بلکې اقتصادي پیاوړتیا، ټولنئیز پرمختګ، تكنيكي صلاحيت ، توان، خوراک، اوبه او روغتیا هم په دې كښې شامله ده۔ سفیر ووئیل د شهیدانو د قربانیو د درناوي تر ټولو ښه لاره دا ده چې داسې یو خوندي، پرمختللے او باوري هېواد جوړ شي چې د جګړې په ځائے سوله او خبرې اترې غوره کړي.په دستوره کښې د پاکستان او ایران د اړیکو په پیاوړتیا هم ټینګار وشو۔ د ایران د دفاع وزارت استازي ووئیل د دواړو هېوادونو وسله والو ځواکونو ترمنځه همکاري به د ګډې پولې امنیت ښه کړي او دواړه هېوادونه غواړيچې خپله شريكه پوله د ملګرتیا او سوکالۍ په پوله بدله کړي۔ د دستورې په پايې کښې د پاکستان د پوځي تاریخ نندارتون وشو، چې پکښې د نشانِ حیدر ترلاسه کوونکو اتلانو انځورونه، د پاکستان هوايي ځواک د الوتکو ماډلونه او پوځي تجهیزات نندارې ته وړاندې كړے شول۔ په دې مهال د دفاع ورځې کېک هم پرې شو او مېلمنو ته پاکستانی خوراكونه وړاندې كړے شول۔











