بيجنګ 07 ستمبر (اے پي پي) د چين او پاکستان ترمېنځه د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په مناسبت سره د چين په عظيم ديوال په روشن بادالنګ د "اين اوډ ټو آئرن کليډ فرينډشپ" په سرخط د 2026 بيجنګ انټرنيشنل ګريټ وال کنسرټ وشو چرته چې د چين روايتي سازونو او د پاكستان صوتي قوالۍ غږونه وانګ جنګ سکوائر كښې هر خوا اورېدلے كېدل۔ د ستورې تابيا په …
د چين او پاکستان سفارتي اړيكو په 75 م كال، د چين په عظيم ديوال ګالا کنسرټ

مزید خبریں
بيجنګ 07 ستمبر (اے پي پي) د چين او پاکستان ترمېنځه د سفارتي اړيكو د 75مې سالګرې په مناسبت سره د چين په عظيم ديوال په روشن بادالنګ د “اين اوډ ټو آئرن کليډ فرينډشپ” په سرخط د 2026 بيجنګ انټرنيشنل ګريټ وال کنسرټ وشو چرته چې د چين روايتي سازونو او د پاكستان صوتي قوالۍ غږونه وانګ جنګ سکوائر كښې هر خوا اورېدلے كېدل۔ د ستورې تابيا په بيجنګ كښې د پاکستان سفارت او د چائنا انټرنيشنل کلچرل کميونيکيشن سينټر (CICCC) كړې ؤه او ورته د يان چِنګ ډسټرکټ حكومت مرسته هم ترلاسه وه۔ په دستوره كښې سفيرانو ، د پاکستان پخوانيو خارجه سيکرټريز او د چين مشرانو او هنرمندانو ګډون كولو۔ په دستوره كښې د دواړو هېوادونو مشتركه كلتوري ورثه او د فنون د لارې په شريكه مكالمه رڼا واچولې شوه۔ په چين كښې د پاکستان سفير خليل هاشمي د مېلمنو هركلي كولو سره ووئيل د دستورې ځائے خپله د پاكستان او چين د ژورو تهذيبي روابطو عکاسي كوي۔











