اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اکاٶنټس کميټۍ غونډه د ګل په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د کميټۍ سينئر غړې حنا رباني کھر په مشرۍ كښې وشوه ٬ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوند سرکاري ادارو اعليٰ چارواكو ګډون وكړو ۔ د پي اے سي غونډه كښې د خارجه وزارت آډټ رپورټ 2024-25 جاج اخستل وٶ خو د خارجه …
د حنا رباني کھر په مشرۍ كښې پبلك اكاونټس كمېټۍ غونډه

مزید خبریں
اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) د پارلمان د پبلك اکاٶنټس کميټۍ غونډه د ګل په ورځ د پارلمان په ودانۍ كښې د کميټۍ سينئر غړې حنا رباني کھر په مشرۍ كښې وشوه ٬ په غونډه كښې د كمېټۍ غړو پشمول د اړوند سرکاري ادارو اعليٰ چارواكو ګډون وكړو ۔ د پي اے سي غونډه كښې د خارجه وزارت آډټ رپورټ 2024-25 جاج اخستل وٶ خو د خارجه سيکرټري د نشتوالي په سبب د پي اے سي غونډه وځنډولې شوه۔ د غونډې په پېل كښې سيد نويد قمر ووئيل ټول كېسونه د لس ميلنه روپو نه كم دي٬ دي لپاره دې بايد دا ذيلي كمېټۍ ته وسپارلې شي۔ د غوندې د صدر نشيں حنا رباني کھر په پوښتنه د خارجه وزارت ايډيشنل سيکرټري ووئيل خارجه سيکرټري اوس مهال غونډه كښې ګډون نشي كولې ځكه چې ھغه په وزيراعظم آفس كښې دے ۔ کميټۍ ووئيل د پي اے سي غونډه روانه ده ھغه بايد دا مهال دلته موجود ؤ ۔ حنا رباني کھر ووئيل غړي په دېر سفر كولو دلته په غونډه كښې ګډون لپاره راځي ٬ د دوي په پټرولو او هوائي ټكټ هم خرڅونه راځي٬ د دې څوك ذمه واري دي۔ د غړو په سفارش كمېټۍ پرېكړه وكړه چې پي اے سي به د خارجه سيکرټري غونډه كښې د نشتوالي په اړه وزيراعظم ته چيټۍ كښې د خپلو تحفظاتو څرګندونه كوي۔











