اسلام آباد۔7ستمبر (اے پي پي)چیئرمین هائر ایجوکیشن کمیشن (ایچ اي سي) ډاکټر نیاز احمد اختر د ترکیه د مرستې و رابطه ایجنسۍ (ټیکا) ډائریکټر او د ترکیه د سفارت خانې چارواكو سره ملاقات وكړو چې پكښې د اعلیٰ تعلیم، تحقیق او د تعلیمي شراکت دارۍ څانګو كښې د شرېكې مرستې د زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او ترکیه د اعلیٰ …
د هائر ایجوکیشن کمیشن چيئرمېن د ترکیه د مرستې و رابطه ایجنسۍ ډائریکټر او د ترکیه سفارت خانې چاواكو سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد۔7ستمبر (اے پي پي)چیئرمین هائر ایجوکیشن کمیشن (ایچ اي سي) ډاکټر نیاز احمد اختر د ترکیه د مرستې و رابطه ایجنسۍ (ټیکا) ډائریکټر او د ترکیه د سفارت خانې چارواكو سره ملاقات وكړو چې پكښې د اعلیٰ تعلیم، تحقیق او د تعلیمي شراکت دارۍ څانګو كښې د شرېكې مرستې د زياتولو په موقعو د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د ملاقات په مهال د پاکستان او ترکیه د اعلیٰ تعلیمي ادارو تر مينځه د ادارې جاتي مرستې، علم او د تجربو په تبادله او د تعلیمي روابط د لا مستحکمولو په بېلا بېلو امکانات غور وكړے شو ۔ ملاقات كښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د ډېرې مودې نه د جوړو تعلیمي اړيكو د لا مضبوطولو د عزم پخلے وكړے شو ۔ ګدون كوونكو د اعلیٰ تعلیم او تحقیق په څانګو كښې د شرېكې مرستې او د شراکت دارۍ د لا ودې په ضرورت هم زور راوړو ۔











