اسلام آباد۔7ستمبر (اے پي پي ) حکومت د وزیراعظم د سېلګرۍ اقدام تر مخه ګلګت بلتستان كښې په مجموعي توګه 464 کلومیټره اوږده 7 سړکونه وفاق ته د سپارلو لپاره خوښ كړې دي ۔ ویلتھ پاکستان ته د تر لاسه سرکاري دستاویزات تر مخه منصوبه كښې د منطقې د خوښو كړو سړکونو جوړول ، پراختيا ، بيا رغونه او تر ډېرې مودې څارنه شامله ده۔ په دغه لارو كښې …
د وزیراعظم د سېلګرۍ اقدام تر مخه د ګلګت بلتستان 464 کلومیټره 7 سړکونه وفاق ته سپارلو لپاره خوښ كړے شول

مزید خبریں
اسلام آباد۔7ستمبر (اے پي پي ) حکومت د وزیراعظم د سېلګرۍ اقدام تر مخه ګلګت بلتستان كښې په مجموعي توګه 464 کلومیټره اوږده 7 سړکونه وفاق ته د سپارلو لپاره خوښ كړې دي ۔ ویلتھ پاکستان ته د تر لاسه سرکاري دستاویزات تر مخه منصوبه كښې د منطقې د خوښو كړو سړکونو جوړول ، پراختيا ، بيا رغونه او تر ډېرې مودې څارنه شامله ده۔ په دغه لارو كښې 54 کلومیټره د استور-چلم چوکۍ سړك ، د 31 کلومیټره دیوسائي-سکردو سړك، د 100 کلومیټره سکردو-خپلو سړك ،د 17 کلومیټره سکردو (تھورګو)-شګر سړك او د 36 کلومیټره اوږد ایچ-نلتر نه تر سترنګي ډهنډ سړكونه شامل دي ۔ په پاتي دوو لارو كښې د 121 کلومیټره اوږد تھلیچي -استور-رتو-شونټر سړك او د 105 کلومیټر اوږد ګوریکوټ –شغرتھنګ -سکردو سړك شامل دي ، په دې دواړو دا وخت كار روان دے ۔د خوښو شوو 7 سړکونو مجموعي اوږد والے 464 کلومیټره دے ۔ د دستاویز له مخې د دې تجویز د ګلګت بلتستان کابینې د وړاندې نه منظوري وركړې ده او مفاهمتي یادداښت (ایم او یو) د نیشنل هائي وے اتھارټي (این ایچ اے) سره شیئر كړے شوے دے ۔











