اسلام آباد۔7ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي د 6 ستمبر 1965 نه تر 6 ستمبر 2026 نړۍ په بشپړ توګه بدله شوې ده ، نن د دفاع تصور يوازې تر ټینکونو ، توپو او روایتي وسلو محدود نه شو پاتي بلکې مصنوعي ځېركتيا (AI)، جدت او جدید ټیکنالوجۍ د دفاع مهم او طاقتور ډګرونه جوړ شوي …
جدید ټیکنالوجي او مصنوعي ځېركتيا نوي دفاعي ډګرونه دي، احسن اقبال

مزید خبریں
اسلام آباد۔7ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير پروفیسر احسن اقبال وئېلي دي د 6 ستمبر 1965 نه تر 6 ستمبر 2026 نړۍ په بشپړ توګه بدله شوې ده ، نن د دفاع تصور يوازې تر ټینکونو ، توپو او روایتي وسلو محدود نه شو پاتي بلکې مصنوعي ځېركتيا (AI)، جدت او جدید ټیکنالوجۍ د دفاع مهم او طاقتور ډګرونه جوړ شوي دي۔ د یومِ فضائیه په موقع خپل پیغام كښې ده ووئېل كه د پاکستان خودمختاري او سلامتیا باوري كول دي نو دفاعي صلاحیتونه به د ټیکنالوجۍ نوي افق سره سمول وي ۔پروفیسر احسن اقبال ووئېل د پاکستان ځوانان، سائنسي علوم او د جدید ټیکنالوجۍي به راتلونكې وخت كښې د هېواد د سلامتیا او د خودمختارۍ حقیقي محافظ ثابت شي ۔ ده ووئېل په بدلېدونكې نړۍ كښې د قامي سلامتیا تقاضې هم بدېلېږي، ځكه به مونږ له پاکستان د علم، تحقیق، جدت او ټیکنالوجۍ په میدان كښې د خپلو صلحيتونو د لارې لا مضبوطول وي ۔











