پاك پوځ د غره ختونكې سيد علي شاه مړي لټولو لپاره رېسكيو اپرېشن تر سره كړو

  اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) پاك پوځ د غره ختونكې سيد علي شاه د مړي لټولو لپاره  رېسكيو اپرېشن بشپړ كړو ٬ پاك پوځ او  د نورو ادارو ځوانانو د غر سر كونكې سيد علي شاه مړے سوات  ته منتقل كړو ۔ تفصيلات له مخې  سيد علي په جولائي 2026  كښې په کالام ويلي كښې د فلک سر په غونډۍ د ګليشيئر ماتېدو له امله پېښې سره …

 

اسلام آباد 07 ستمبر (اے پي پي) پاك پوځ د غره ختونكې سيد علي شاه د مړي لټولو لپاره  رېسكيو اپرېشن بشپړ كړو ٬ پاك پوځ او  د نورو ادارو ځوانانو د غر سر كونكې سيد علي شاه مړے سوات  ته منتقل كړو ۔ تفصيلات له مخې  سيد علي په جولائي 2026  كښې په کالام ويلي كښې د فلک سر په غونډۍ د ګليشيئر ماتېدو له امله پېښې سره مخ شوے ٶ۔ د پاك پوځ رېسكيو ډلو نزدې په  5,200 ميټره اوچت غره د سيد علي شاه مړې موندلے ٬ دغسې پاك پوځ په سختو او د واورې په سيمو كښې ګران اپرېشن په كاميابۍ سره بشپړ كړو  او د چورلكې د لارې د  غر ختونكې سيد علي شاه مړے په 6 ستمبر سوات ته منتقل كړے شو ۔په دې موقع  د سيد علي شاه ورور سيد عبدالله شاه ووئيل مونږ د پاك پوځ مننه كوٶ چا چې په دې سخت اپرېشن كښې زمونږ بشپړه مرسته وكړه ٬ د مړي په لټون كښې په سخت محنت مونږ د پوځي ځوانانو هم خاص مننه كوٶ۔

مزید خبریں