پېنډۍ 07 ستمبر (اے پي پي) پاکستان ايئر فورس (پي اے ايف) د ګرد هېواد په پي اے ايف بيسز 7م ستمبر د شهيدانو ورځ په توګله لمانځلې چې مقصد ئي د خپلو شهيدانو عظيمو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كول او د دوي بهادرۍ، مړانې او فرض څخه بې مثاله تړون ته سلام كول دي ۔ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د شهيدانو …
پاکستان ايئر فورس د ګرد هېواد په پي اے ايف بيسز 7م ستمبر د شهيدانو ورځ په توګه لمانځي

مزید خبریں
پېنډۍ 07 ستمبر (اے پي پي) پاکستان ايئر فورس (پي اے ايف) د ګرد هېواد په پي اے ايف بيسز 7م ستمبر د شهيدانو ورځ په توګله لمانځلې چې مقصد ئي د خپلو شهيدانو عظيمو قربانيو ته پېرزوئنې وړاندې كول او د دوي بهادرۍ، مړانې او فرض څخه بې مثاله تړون ته سلام كول دي ۔ د آئي ايس پي آر لخوا د جاري بيان له مخې د شهيدانو ورځ پېل د كال 1965 او 1971 د جنګونو شهيدانو٬ د معركه حق مېړنو شهيدانو او د پاکستان جوړېدو نه تر اوسه د فرض د ادائيګۍ په مهال د خپلو ځانونو قربانۍ وركوونكو د پاك فضايه ټولو اهلكارو لپاره د خاص دعا او قرآن خوانۍ څخه وشو ٬ د پاك فضائيه مشر ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر سدھو په اسلام آباد ايئر هيډکوارټرز كښې د شهيدانو ورځ په موقع دستوره كښې خاص مېمله ٶ۔ ايئر چيف مارشل د پاك فضائيه شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د دوي قربانۍ د پاك فضائيه د وياړ وړ ورثه٬ مړانه٬ وظيفائي پوهه او د خوږ هېواد دفاع لپاره د غير متزلزل عزم بنيادونه دي۔ ده ووئيل زمونږ د مشرانو د مړانې كارنامې يوازې تاريخې بابونه نه دي بلكې يوه ژوندۍ ورثه ده كومه چې په اوسنۍ پېړۍ لويه ذمه واري عائد كوي۔ شهيدانو ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره ده ووئيل زمونږ شهيدان د بهادرۍ، قربانۍ او قامي عزم لازواله علامتات دي، د دوي ميراث مونږ ته رايادوي چې د مورني هېواد دفاع يو مقدس امانيت دے كوم چې به مونږ په ثابت قدمۍ او غير متزلزل عزم سره پالو٬ د دې نه وروستو ايئر چيف مارشل د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او د پاك فضائيه نرانو شهيدانو لپاره ئې فاتحه خواني وكړه۔











